دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۵ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۰۰
د مطلب کود : 119616
د بې پيلوټه الوتکې بريد کې ١٢ پاکستاني وسله وال وژل شوي
په خوست ولايت کې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په هوايي بريد کې د يوه مهم قوماندان په ګډون ١٢ پاکستاني وسله وال وژل شوي او تر ٢٠ زيات ټپيان دي.

پاکستانيو رسنيو د ليندۍ په ٥ مه، خبر ورکړى چې دا بريد د شمالي وزيرستان پولې ته څېرمه د افغانستان په خاوره کې شوى دى.

سرچينې زياته کړې چې په دې بريد کې ١٢ وسله وال وژل شوي ا و تر ٢٠ زيات نور ټپيان دي

د سرچينو د معلوماتو له مخې، په وژل شويو کسانو کې د خان سيد سجنا په نامه د پاکستانيو طالبانو يو مهم قوماندان هم شامل دى.

د يادونې ده چې سجنا په شمالي وزيرستان کې فعاليت کاوه، کله چې د پاکستانيو طالبانو پخوانى مشر حکيم الله مسعود ووژل شو، نو د لنډمهال لپاره خان سيد سجنا د هغه ځاى ناستى ټاکل شوى و.

که څه هم سرچينو د هوايي بريد کره سيمه نه ده په ډاګه کړې، خو د خوست ولايت چارواکي وايي چې دا بريد ددې ولايت دعليشېرو ولسوالۍ اړونده د ببرک تاڼې د ګاګو په سيمه کې ترسره شوى دى.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjvhevmuqevmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته