دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۰۱:۳۱
د مطلب کود : 150431
د عراق تجزیه؛ هغه پروژه چی یواځی اسراییل ورڅخه ملاتړکوی

 

 

مسعود بارزانی؛ د عراق کردستان اقلیم مشر ویلی چی د بین المللی مخالفتونو سربیره، د عراق کردستان استقلال ټول پوښتنه د مخکنۍ برنامی په اساس د میزان دریم نیټه د دوشنبه په ورځ جوړیږی.

ښاغلی بارزانی ټینګار وکړ چی یواځی د استقلال له لاری کردان کولای سی خپل راتلونکی امنیت تامین کړی.

ښاغلی بارزانی بغداد په دی باندی تورن کړ چی کردان د خپل حقوق څخه محروموی او هغوی تحقیروی.

هغه د ګاونډی هیوادونولکه ترکیه او ایران اندیښنی ددی لپاره چی ټول پوښتنه د بی ثباتی لامل ګرځی، رد کړه او وویل چی موږ د ایران اوترکیه څخه د ښه اړیکو غوښتونکی یو.

د عراق کردستان اقلیم مشر زیاته کړه: موږبین المللی ټولنی ته ثابتوو چی سیمی امنیت ته ګواښ نه پیښوو.

په همدی وخت کی حیدر عبادی؛ د عراق لمړۍ وزیر دکردستان ټول پوښتنی په غیری قانونی بللو سرهوویل: د اقلیم ټول پوښتنه د اساسی قانون خلاف دی او د هغه سره مقابلی لپاره لازم تدابیر نیسو.

په دی حال کی، کارپوهان وایی چی د کردانواستقلال ټول پوښتنه په اوسنۍ شرایطو کی یواځی یوملاتړلری اوهغه منفوراسرائیل رژیم دی. حتی امریکا چی د اسراییل ملاتړ بلل کیږی هم په ظاهر کی دد ټول پوښتنی د رامنځته کولو سره مخالفت ښودلی دی او ویلی دی چی د هغه رامنځته کونه، د داعش سره مبارزی توجهات په عراق کی منحرف کړی.

ترکیه هم ددی ټول پوښتنی په وړاندی غبرګونې اقداماتو تدارک په حال کی دی. ویل کیوی چی هغه هیواد، یو نظامی مانور د عراق سره په مرزونو کی شروع کړی دی او په دی وخت کی، ترکیه پارلمان، په عراق کی د ترکیه نظامیانو ماموریت یو کال تمدید کړی دی؛ هغه اقدام چی د کارپوهانوپه نظر کردستان اقلیم ته یوواضح پیغام دی.

له بل لوری، ایران، د عراق بل قدرتمنده ګاونډۍ، خپل هوایی مرزونه د کردستان اقلیم سره د بغداد په غوښتنه وتړل اوایرانی رسنۍ، دسردار قاسم سلیمانی؛ قدس ځواک قومانده، دایران اسلامی انقلاب پاسدارانو ځواک مرزی دباندی شاخه دعراق کردنشینه سیمو کی او د هغه لیدنه ددی سیمی مشرانو سره، په اړه خبر ورکړی دی.

مسعود بارزانی هم خپل خبری ناسته کی د یکشنبه په ورځ، د هغه او ښاغلی سلیمانی لیدنه تایید کړ.

په دی حساب، داسی په نظر رسیږی چی د کردانواقدام چی په شکاره ډول سره د اسراییل په تهییج باندی صورت نیسی، ډیر درانده زیان به دا جدایی غوښتونکی اقلیم ته واړوی.

پوهان هشدار ورکوی چی د نړۍ بی ساري همنوایی حتی رقیب قدرتونو لکه ایران او امریکا یو لاریتوب ددی تصمیم په اړه، په دی معنی دی چی کردان حتی د ټول پوښتنی سربیره به، ډیر سخت راتلونکی به ولری.

ځکه په حاضر حال کی، د عراق ګاونډیانو اصلی اندیښنه د همدی ټول پوښتنی رامنځته کیدو او پیامدونو نتایجو څخه دی او ایران، ترکیه او سوریه، حتی خپل مرزونوپه داخل کی د امنیتی ضد پیامدونو او ددی سیمو کردی اقلیتونو جدایی غوښتنو څخه اندیښمند دی او په همدی دلیل، د عراق کردستان هر ډول جدایی غوښتنی سره، مخالفت کوی؛ خو که اسراییل د اصلی عامل او یواځنۍ ملاتړ په حیث په دی برخه کی مطرح کیږی، ددی پیښی ګواښوونکی ابعاد د عراق ګاونډیانو بالخصوص د ایران لپاره به څو برابره ډیر سی.

پوهان وایی چی د اسراییل رژیم مقصد د عراق تجزیه څخه، سربیره پردی چی دا صهیونیستی پروژه د اسلامی هیوادونو تفرقی او تضعیف لپاره قرار لری، دادی چی دا رژیم؛ خپل اصلی دشمن یعنی ایران په ګاونډیتوب کی، یو امن او مطمئن ځای پیدا کړی او په نفوذ، سلطه او سرمایه ګذاری سره په  عراق کردستان کی، په ایران کی دننه بی ثباتی او ناامنی باندی لمن ووهی.

په دی حساب سره، ناظران وایی چی دایران صریح اومنفی سخت غبرګون د عراق څخه د کردستان هرډول جدایی لپاره، ددی تصمیم بالقوه امنیتی ضد ابعادو کی ریشه لری اوپه همدی دلیل، باید دا هیله ونه لرل سی چی  ټول پوښتنه ددی ټولو هیوادونو مخالفت سربیره، کرد مشرانوته دزیان څخه خالی وی.

ځینی صاحب نظران، ددی ټول پوښتنی څخه راولاړ نتیجی څخه افغانستان او پاکستان او ایران ختیځی سیمی او نورو سیمو ته هم خبرداری ورکړی او ویلی دی چی که کردان عراق جدایی باندی بریالی سی، ددی بیره سته چی ددی دروهیوادونو ساکن بلوچان په دی هیوادونو کی تحرکات رامنځته کړی.

https://avapress.com/vdcjtyevvuqeixz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته