دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۵۵
د مطلب کود : 143538
سټیوارټ: نښې شته چې روسیې له طالبانو یو اندازه ملاتړ کړی

د امریکا د دفاعي استخباراتي ادارې مشر ویلي، په داسې حال کې چې ځینې داسې نښې نېښانې شته چې روسیې په افغانستان کې له طالبانو یو اندازه ملاتړ کړی، خو ده تر اوسه داسې کوم ثبوت نه‎دی لیدلی چې روسیې طالبانو ته وسلې او یا پیسې ورکړې وي.

ډګر جنرال وینسینټ سټیوارټ د سې شنبې په ورځ د سنا د وسله‎والو خدمتونو کمېټه کې د طالبانو سره د روسیې د مرستو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل:

"روسیه له طالبانو سره په تماس کې ده. موږ داسې نښې لیدلي چې تر یوې اندازې ملاتړ یې کړی. خو ما د دې حقیقي او فزیکي ثبوت نه‌دی لیدلی چې روسیې دې طالبانو ته وسلې او یا پیسې انتقال کړې وي.
د جنرال سټیوارټ په وینا روسیه استدلال کوي چې په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیت د مخنیوي لپاره طالبانو سره په تماس کې ده چې د نوموړي په وینا کمزوری استدلال دی.

تېره میاشت په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو امریکايي قوماندان ویلي وو دا هغه راپورونه نه‌ردوي چې وايي، روسیه د وسلو په شمول طالبانو ته مرستې برابروي.

بل‎خوا د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ یو وار بیا رد کړې چې ګوندې طالبانو ته‌یې وسلې ورکړي.

د انټرفاکس خبري اژانس د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د یوې تبصرې په حواله ویلي:

"امریکا او ناټو غواړي په دا ډول تورونو په افغانستان کې خپلې ناکامۍ او د داعش له ډلې سره ملاتړ پټ کړي."

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjttevouqexiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته