دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۵۳
د مطلب کود : 156534
هلمند کې د طالبانو سلګونه ماینونه او راکټونه نیول شوي

په سویل هلمند ولایت کې ځایي حکومت چارواکي وایي، د افغان ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د سنګېن ولسوالی له مربوطاتو څخه د وسله والو طالبانو سلګونه ماینونه، راکټونه، او چاودیدونکي توکې نیول شوي.

د هلمند ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې افغان پوځ کومانډو ځواکونو تېره شپه د هلمند په سنګين کې شپني عمليات ترسره کړي چې ګڼې لاسته راوړنې لري. په دغو عملياتو کې درې طالب ياغيان وژل شوي، او درې مشکوک کسان نيول شوي دي.

خبرباڼه زیاتوي، چې د عملیاتو په ترڅ کې د ار پي جي راکټ ۲۰۷ فيره مرمۍ، د هاوان ۱۰ فيره مرمۍ، ۱۵۰ کړۍ بوشکه يي ماينونه، ۲۳۴ دانې د ماينونو کانچې، ۵۰ کړۍ ريموټ کنټرول ماينونه، ۳۵۰ فيره بېلابېلي مرمۍ، ۲۰ کړۍ لاسي بمونه، او ۳۲۶ کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي نیول شوي.

د ولایت مقام په وینا، همدارنګه د ماين جوړولو يوه کارخانه هم ويجاړه شوې ده.

د دولت ضد وسله والې ډلې د وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې له څو میاشتو راهیسې د هلمند ولایت په بېلا بېلو نا امنو ولسوالیو کې د دولت ضد وسله والو پر وړاندې چاڼیز عملیات دوام لري.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjtmevxuqeiiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته