راپورونه وایي د پاکستان په پنجاب ایالت کې د تیلو د یوه ټانکر د اوښتو او اور سوزیدو له امله ۱۲۳ وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
دا پيښه نن یکشنبې سهار د پنجاب د بهاولپور ښار په یوه لویه لاره کې رامنځته شوې.
سرچینې وایي اورلګیدنه هغه مهال پيښه شوې چې د سیمې خلک د ټانکر له اوښتو وروسته د تیلو ټولو لپاره راغونډ شوي و.
خپاره شوي انځورونه ښیي چې یاده سیمه کې زیات شمیر سوزیدلي مړي او ټپيان پراته دي او بیړنۍ کمیټې هم رسیدلی دي.
د پنجاب د بیړنۍ کمیټې مشر، ډاکټر رضوان ناصر رسنیو ته ویلي چې دوی په سیمه کې د مړو او ټپيانو د پورته کولو په حال کې دي او ګومان کیږي چې د مړو شمیر له دې هم زیات شي