دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۰۰:۴۳
د مطلب کود : 147831
د افغانستان ماموریت، د ترامپ دولت ستونزمن پوښتنه

 

 

رکس تیلرسون؛ د امریکا خارجه وزیر ویلی چی ترامپ، نه غواړی په افغانستان کی د هغه هیواد نظامی استراتژی د پخوا په څیر مخته یوړل سی.

ښاغلی تیلرسون د دوشنبه په ورځ ویلی چی ښاغلی ترامپ ډیر سختی پوښتنی په دی اړه د خپلو امنیتی مشاورانو څخه کړی دی.

هغه وویل چی چی ترامپ نور دا نه غواړی چی د هغه هیواد نظامی راهبردی په افغانستان کی د تیرو ۱۶ کلونو په څیر وی.

 

سپین کاخ په افغانستان کی د امریکا نظامی راهبردی بیاڅیړنه ترلاس لاندی نیولی او ګزارشونه شکاره کوی چی د ترامپ امنیتی ټیم افغانستان ته د نظامی ځواکونو استولو پرسر اختلاف سره لاس ګریوان سوی دی.

ښاغلی تیلر سون وویل: ولسمشر ډیر مشخص پوښتنی مطرح کوی او زه فکر کوم چی دا پوښتنی هغه پوښتنی دی چی هغه باید مطرح کړی... دا هغه پوښتنی دی چی په تیرو کی څوک د مطرح کولو لپاره علاقه مندی نه ښودله.

دری ورځی مخکی د ترامپ ملی امنیت مشاور وویل چی سپین کاخ غواړی د پاکستان په رفتار کی بدلون راسی بالخصوص د طالبانو څخه د ملاتړ په برخه کی.

په افغانستان کی د امریکا اوسنۍ دولت راتلونکی استراتژی په اړه د امریکا خارجه چارو وزیر تازه اظهارات، د څیړونکو په نظر په دی معنی دی چی د شایع تصور برخلاف، تراوسه دا استراتژی نه یواځی تدوین او نهایی سوی نه دی؛ بلکه د ترامپ سختی پوښتنی د امریکا تاریخ ترټولو اوږد جنګ په اړه همداسی بی ځوابه پاته دی او همدا کار، د افغانستان په وړاندی د امریکا نوی استراتژی اعلان تاخیر لامل ګرځیدلی دی.

ځینی کارپوهان وایی چی د اختلافاتو رامنځته کیدل او د ترامپ امنیتی ټیم کی دوه ګونی توب په افغانستان کی د جنګ په اړه، په دی معنی دی چی نور انتخابونه لکه نظامی ځواکونو ډیریدل او یا د امریکا مستقیم منځکړیتوب په افغانستان کی د تروریزم سره جنګ کی هم مطرح دی.

د امریکا خارجه وزیر اظهارات هم دا اخذ تاییدوی؛ ځکه د هغه په وینا، ترامپ نه غواړی په افغانستان کی د امریکا استراتژی د تیرو ۱۶ کلونو په څیر وی؛ دا یعنی، ترامپ په افغانستان کی د امریکایی ځواکونو ډیریدو سره سخت مخالف دی.

منتفدان وایی چی د امریکا نوی استراتژی اعلان کی تاخیر د افغانستان په اړه، ددی سبب سوی چی تروریستان د نورو وختونو برخلاف ډیر په افغانستان کی مانور رامنځته کړی او کابل مرکزی دولت ورځ په ورځ د امنیت تامین او تروریستی ګواښونو سره مقابلی لپاره، مشکلاتو سره مخ کړی.

له دی نظره، که هرڅومره ترامپ دولت د نوی استراتژی په جوړونه او تدوین کی اختلاف سره مخ سی، په همغه اندازه د افغانستان امنیتی وضعیت به نور هم خراب سی.

پوهان وایی چی د اوسنۍ وضعیت څخه د افغانستان ژغورلو لاره، د اوسنۍ ماته خوړلی روند ادامی څخه امتناع او د یو ملی پراخ دولت استقرار لپاره نویو لارو پیدا کول دی چی دا دولت د سیاسی پیاوړۍ اجماع، د اقوامو او مذاهبو اکثر حد مشارکت او داخلی امنیتی ځواکونو پیاوړتیا د تروریزم سره په وړاندی دی.

دا کار بیله شکه د امریکا نظامی ځواکونو ډیریدو بغیر هم د امکان وړ دی او په هر میزان چی د امریکا سلطه او حضور په افغانستان کی کم سی او محدود سی، په همغه اندازه، ناامنی لږیږی او خلګو باور پر دولت باندی ډیریږی  او تروریستان به خپل لازم بهانه د جهاد په نامه له لاسه ورکړی.

بل اساسی نکته،  یو سیمه ایز راهبردی چلند د تروریزم سره مبارزی لپاره په افغانستان کی دی. ډیر لوی قدرتونه په سمیه کی سته چی د افغانستان سره مرستی لپاره د لویو ظرفیتونو څخه د تروریزم په وړاندی د مقابلی لپاره برخمن دی. روسیه، چین، ایران، هند، پاکستان او عربی هیوادونه، کولای سی د یو قانونی او مشروع روند په اساس، د افغانستان دولت ترڅنګ ودریږی او د تروریزم په مهار سره، په افغانستان کی خپل مشروع ګټو لپاره اړتیا وړ تضمین ترلاسه کړی.

دی مسایلو ته په کتو سره، په افغانستان کی د امریکا نظامی حضور، خپله یو مشکل دی او هرڅومره چی دا حضور پیاوړی او پراختیا پیدا کړی او نامحدود زمان په بر کی ونیسی په همغه اندازه به یو سوله لرونکی حل لاری ته لاسرسی د افغانستان جنګ لپاره، ناممکنه سی.

دی نکتو په توجه سره، د ترامپ سخت پوښتنی د افغانستان جنګ په اړه، ډیر ساده ځوابونه لری؛ دا د افغانستان خلګو برخلیک خپله افغانانو ته پریښودل سی، د افغانستان په وړاندی د غرب مالکانه نظر پای ته ورسیږی او د تروریزم سره جنګ لپاره سیمه ایز مقتدر مبارزی شکل نیونی ته لاره هواره سی.

https://avapress.com/vdcjtaevvuqexoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته