دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۴ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۴۸
د مطلب کود : 142232
کندهار کې ۲ ځانمرګي بریدګر او ۱ ملکي وګړی وژل شوي

د افغانستان په سویل کندرهار ولایت کې دوه ځانمرګي برید ګر او یو ملکي وګړی د نښتې په ترڅ کې وژل شوي.

د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، سیمه چارواکي وایي، پیښه تیره ماښام ناوخته د کندهار ښار د څلورمې امنیتي حوزې سیمه کې رامنځته شوه.

د کندهار پولیسو ویاند ضیاالرحمان درانی وايي، دغه دوه تنه ځانمرګي بریدګر له امنیتي ځواکونو سره له یوې لنډې نښتې وروسته وژل شوي دي.

هغه زیاته کړه، چې دوو ځانمرګو برید کوونکو د چادریو نه په استفادې فقیر بابا کوڅې خوله کې یوې نانوايي ته ننوتې وو او له هغه ځایه یې د پولیسو د تالاشۍ پر پوسته ډزې پیل کړې.

سیمه ییز عامې روغتیا چارواکي وایي، په دغه نښته کې یو ماشوم وژل شوی او یو بل ملکي وګری ټپي دی.

د مخالیفو وسله والو ډلو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

کندهار د افغانستان په سویل کې په تیرو څو میاشتو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت خراب شوی دی.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjt8ev8uqex8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته