دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۴۵
د مطلب کود : 154284
کابل کې ۵۶۶ کسان د بېلا بېلو جرمونو په تور نیول شوي
په پلازمېنه کابل کې امنیتي چارواکي وایي، په تیرو دوه میاشتو کې د بېلا بېلو جرمونو په تړاو لږ تر لږه ۵۶۶ کسان د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي.

د کابل امنیه قومانداني او د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکو په یوه خبري ناسته کې د وینا پر مهال وویل چې امنیتي ځواکونو د تلې له ۱۶ مه د لیندی تر ۱۱ مه نیټه د کابل له بېلا بېلو سیمو څخه ۵۶۶ کسان نیولي.

چارواکي زیاتوي، چې دغه کسان قتل، اختطاف، وسله وال غلا، لاسې بمونو برید، د کورونو او وسایطو د غلا، قطاع الطریقي، قاچاق، د مخدره مواد د پلورلو او نورو جرمونو په تور نیول شوي دي.

د چارواکو په وینا، له نیو شویو کسانو څخه یو شمېر وسلې، مخدره مواد، الکولي مشروبات، او نور چیزونه کشف او ترلاسه شوي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د هېواد په شو شمېر مهم ښارونو کې د کابل په ګډون په جنایي پیښو کې زیاتوالي راغلي.

د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکو تیره اونی وویل چې په پلازمېنه کابل ښار درې کسان د یوې خونړی شخړې په تړاو د امنتي ځواکونو له خوا نیول شوي.

چارواکي زیاتوي، چې دغه درې کسان تیره ورځ د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې اړوند په چهار قلعه وزیر اباد سیمه کې یو تن د چاقو په وسیل وژلي و او یو بل یې ټپي کړی وه.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjoxevxuqei8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته