دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۷:۰۴
د مطلب کود : 124188
دافغانستان په ننګرهار ولایت کې ۵۳داعشیان افغان ځواک ته تسلیم شول
دافغانستان دننګرهار ولایت دسولې دعالی شورا مشر ملک نظر نن په یولړ څرګندونو کې ویلی دی د داعش ترهه ګرې ډلې او وسله والو طالبانو ۵۳ غړی چې په دغه ولایت کې ئې له دې مخکې ورانکار فعالیتونه کړی ، سره دخپلو وسلو حکومتی مامورانو ته تسلیم شوی دی .
هغه ویلی دی دغو کسانو ژمنه کړې چې له دې وروسته به عادی ژوند ته دوام ورکړی

شین هوا خبری آژانس راپورورکړ ملک نظر په عین حال کې وئیلی دی ، ځینی نور وسله وال هم چې طالبانو ډلې اوداعش تکفیر ی ډلې کې ګمارل شوی وو له دغو کارونو لاس په سرکیدا سره دلچسپی ښو دلې ده او ډ یر زر به دافغانستان دسولې له پروسې سره یو ځای شی.

له ۲۰۱۰کاله راپه دې خوا په افغانستان کې دطالبانو او نورو وسله والو ډلو کابو لس زره کسانو خپلې وسلې پر مځکه کیښودلی او د دغه هیواد دسولې له پروسې سره یو ځای شوی دی.

https://avapress.com/vdcjoxevouqe8vz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته