دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۴۱
د مطلب کود : 153780
د اسلام اباد په تاوتریخوالو کې تر ۲۰۰ زیات کسان ټپیان شوي

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد ښار کې د امنیتي ځواکونو او لاریونکوونکو ترمنځ د نښتو په ترڅ کې تر ۲۰۰ زیات کسان ټپين شوي.

د ځایي راپورونو له مخې، په اسلام اباد ښار کې مظاهرې وروسته له هغه په تاوتریخوالي واوښت کله چې امنیتي ځواکونو غوښتل مظاهره کوونکي خواره واره کړي.

راپورونو له زیاتوي، چې په ټپیانو کې لږ ترلږه ۶۰ تنه پولیس منسوبین، د پوځ ملیشې ۴۵ سرتیري، او ۵۰ ملکي وګړي شامل دي.

په همدې حال کې ځینې سرچینې AFP خبرې اژانس ته ویلي چې د مظاهرې په ترڅ کې یو شمېر کسان وژل شوي هم دي خو امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

بلخواه عیني شاهدان وایي مظاهره کوونکو ګڼ شمېر د پولیس او نورې موټرونه هم سوځولي او د امنیتي ځواکونو کابو ۱۵۰ کسان نیول شوي هم دي.

د پاکستان له کراچي ښار څخه هم راپورونه ښیي چې د امنیتي ځواکونو او مظاهره کوونکو ترمنځ نښتې شوي چې په ترڅ کې یو شمېر کسان ټپيا شوي دي.

په اسلام اباد کې ښار کې مظاهرا کوونکو وروسته له هغه د ښار په یو شمېر مهمو سیمو تحصن پیل کړل چې د پاکستان د ټاکنو قانون په نوې طرح کې د ختم نبوت په اړه په یوه ماده کې بدلون راوړل شوي.

https://avapress.com/vdcjotevyuqeiaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته