دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۷:۳۵
د مطلب کود : 143286
په هرات کی د معتاد زوی قتل د پلار په واسطه
سیمه ایز مقامات په هرات کی د یو کس د وژل کیدو څخه د خپل پلار په واسطه خبر ورکوی.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) د خبرله مخی، عبدالاحد ولی زاده، د هرات پولیسو ویاند د افغان غږ خبری آژانس و خبرنګار ته وویل چی یو پلار خپل معتاد زوی وژلي او ددی ولایت امنیتی ځواکونو له لوری نیول سوی دی.
هغه وویل چی نیول سوی کس اعتراف کړی دی چی زوی یی په مخدره توکو باندی معتاد وو.
د ولی زاده په وینا، نیول سوی کس ویلی دی چی زوی یی د کور سامان غلاکوله او د مخدره توکو په رانیولو باندی مصرفوله.
د یادولو وړ دی چی د هرات په ولایت کی د ۶۰ زرو په شاوخوا معتادان یا روږدی کسان شتون لری.
https://avapress.com/vdcjotevmuqex8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته