د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی،
چارواکي وايي؛ وسلوالې ډلې اړوند کارکوونکي نه پرېږدي، چې ناروغانو ته د شري ضد واکسین ورسوي.
د کامدېش ځینې اوسیدونکي وايي؛ له شاوخوا دوه میاشتو راهېسې د شري له رنځه مو ماشومان کړیږي، د مخنیوي لپاره یې تر دې دمه څه نه دي شوي.
د سیمې خلک زیاتوي، چې دغه ناروغي اوس ورو ورو د نورستان نورو سیمو ته په خپردو ده.
کامدېش د نورستان په ختیځ کې دیورند کرښې ته څېرمه له چترال سره په ګاونډ کې پرته ولسوالي ده، چې له تېرو اته کلونو راهیسې ناامنه ګڼل کیږي او اداري برخه یې له اصلي ځایه یوه بل کلي ته لېږدول شوې ده.