دخپریدو نیټه :شنبه ۵ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۴۹
د مطلب کود : 139687
ایران په افغانستان کې د طالبانو اعمال دښمنانه بولي
په امریکا کې د ایران د ګټو د ساتنې دفتر سرپرست په افغانستان کې د طالبانو اعمال دښمنانه بولي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، په امریکا کې د ایران د ګټو د ساتنې دفتر سرپرست مهدي عاطفت ویلي؛ ایران به هیڅکله له طالبانو څخه ملاتړ ته هیله من نشي.
د نوموړي په وینا؛ طالبان یو دښمنانه حرکت دی او ایران به هیڅکله له دې ډلې ملاتړ ونکړي.
په امریکا کې د هند سفیر نویتج سرونا له افغانستان سره د نړۍ د هېوادونو نږدیوالی ارزښتناک ګڼي او وایي، هند په تېرو څو کلونو کې تل د افغانستان د خلکو او حکومت تر څنګ ولاړ و.
د هغه د وینا له مخې؛ د افغانستان او هند اړیکې تلپاتې دي هغه وایي، مونږ د افغانستان خلکو ته کار کوو او هند په افغانستان کې د څه باندې دوه میلیارد دالرو پر ارزښت پروژې لري.
هغه وایي، مونږ د افغانستان د خلکو د ټولنیز او سیاسي انسجام او د اقتصادي حالت په ښه والي کې کار کوو.
په امریکا کې د افغانستان سفیر حمدالله محب له کابل څخه د ملاتړ لپاره د هېوادونو رول ګټور بولي او وایي؛ په امریکا کې د ادارې او پالیسۍ پر نوم یو بنسټ جوړ شوی، چې له ستونزو څخه د افغانستان د خلاصون لپاره کار کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې کارپوهان د افغانستان د بې ثباتۍ اصلي عامل په پاکستان کې خوندي طالبان بولي او وایي؛ اوس د دې وخت را رسیدلی، چې د افغانستان متحد هېوادونه پر پاکستان لازم فشار راوړي، چې اسلام آباد د ترهګرو له ملاتړ لاس واخلي.
https://avapress.com/vdcjohevauqetmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته