د افغانستان د ملي امنیت د عمومي ریاست منسوبینو په پلازمینه کابل کې د وسله والو غلو د یوې نهه کسیزې ډلې له نیول کیدو خبر ورکړی.
د دې ډلې مشري مصطفی اکبری په نوم یو کس چې په اغا هم مشهور دی. د مصطفی په ډله کې د فهیمې په نوم یوه میرمن هم شامله ده.
دغه ریاست نن (یک شنبې د غویي ۲۴تمه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغو کسانو ۲۳ ورځې وړاندې کابل کې د پریسا په نوم یوه نجلۍ تر برمته کولو وروسته پاکستان ته انتقال کړې وه او وروسته یې د هغې له کورنۍ څخه د ۱۰۵ زره ډالرو غوښتنه کړې وه.
ملي امنیت وایي پریستا یې د دوی له منګلو خوشې کړې او خپلې کورنۍ ته یې سپارلې ده.
دا کسانو په کابل او ننګرهار کې د ملي امینت د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوی او په خپلو جرمونو یې اعتراف کړی دی.
د دې ډلې د نورو غړو نومونه دادي:
ادریس، د ډلې مهم غړی
عبدالفرید، د پریسا د ساتنې مسوول
دل آغا مشهور په بریالی د برمته کیدونکو د ساتنې مسوول
پرویز د نورعلم زوی د ډلې غړی
سید جمال مشهور په مسعود د ډلې مالي ملاتړ
حکمت الله، د ډلې غړی
محمد ظریف، د ډلې مالي مسوول
فهیمه بنت سید اکبر انتقالونکې
د تښتول شوې نجلۍ پلار له عدلي او قضایي ارګانونو غوښتي څو دغه کسان د خپلو کړنو په سزا ورسوي.
دا په داسې حال کې دي چې په دې وروستیو کې کابل ښار کې د وسله والو غلو او غیر مسوله وسله والو ګرځیدا ډیره شوې او د کابل ښاریان هم له دې اړخه اندیښنه لري.