د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د المسیره خبری شبکو څخه په نقل سره، یمنی لاریون کوونکی چی د بیلابیلو ولایتونو څخه په دی لاریون کی ګډون کړی وو، د امریکا او انګلیس په وړاندی شعارونو سره د عربی ائتلاف تیری د عربستان په مشری هم محکوم کړ.
دا لاریون د ۱۴ اکتبر انقلاب ۵۴ کلیزی په مناسبت د انګلیس استعمارګریانو په وړاندی چی یمن جنوب یی اشغال کړی وو، رامنځته سوه.
صالح الصماد، د یمن سیاسی عالی شورا مشر په دی لاریون کی خبری وکړی. هغه ټینګار وکړ: دا انقلاب د یمن شمال او جنوب خلګو اتحاد شکاره کوونکی وو. موږ نن د تاریخ بی رحمه تیری سره مخامخ یو. موږ د خلګو څخه د دوو کالو پایداری او مقاومت لپاره قدردانی کوو. موږ باید ټولنیز او سیاسی همبستګی او اتحاد ته د وطن دفاع او اشغالګرو ایستلو لپاره ادامه ورکړو.
اصماد وویل: تعز اوسیدونکی به هیڅ وخت خپل ولایت اشغالګرو لاسونو ته ورنه کړی ځکه چی ددی انقلاب لمړیو مدافعانو څخه وو.
هغه همدارنګه د یمن خلګو کمیتو او ځواک فداکاری وستایل او د تیری کوونکو په وړاندی نور اتحاد او همبستګی غوښتونکی سو.