دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۳۵
د مطلب کود : 153564
پر کابل ښار د راکټي برید مخه ونیول شوه

په پلازمېنه ښار کې امنیتي چارواکي وایي امنیتي ځواکونو پر کابل ښار د وسله والو راکټي پلان شنډ کړی دی.
 
د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکي وایي، وسله والو غوښتل پر کابل ښار د سنګ نوشت له سیمې څخه راکټ وتوغوي خو خپل هدف ته تر رسېدو مخکې د امنیتي ځواکونو دغه توغندی کشف او خنثی شوی.
 
چارواکي زیاتوي، چې دغه BM-1 ډوله راکټ تیره ورځ شاوخواه ۱۱ بجې له یاد سیمې څخه ترلاسه شوی.
 
د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
د افغانستان د ملي امنیت ریاست هم څو ورځې مخکې وویل چې امنیتي ځواکونو په پلازمېنه کابل ښار کې د ترهګرو ډلو له خوا د پر له پسې خونړی بریدونو پلان شنډ کړی دی.
 
د ملي امنیت ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د کابل ښار د اومې امنیتي حوزې له اړوند سیمې څخه د ماینونو، ځانمرګي واسکټ، او نورو مهماتو یوه زیرمه کشف کړې ده.
 
دا په داسې حال کې ده چې د دولت ضد وسله والې ډلې په وروستیو کې هڅې کوي ترڅو د هېواد په یو شمېر مهمو ښارونو کې ترهګریز بریدونه ترسره کړي.
 
د پنجنشبنې په ورځ د کابل ښار د یولسمې امنیتي حوزې اړوند په لب جر سیمه کې د ځانمرګي رید په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۸ کسان ووژل شول.
 
پیښه د قصر نوین هوټل ته څېرمه هغه مهال رامنځته شوه کله چې په هوټل کې د بلخ والي عطا محمد نور په ملاتړ په یوه غونډه کې لسګونه کسان ګډون کړي وه.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjmtevxuqeiiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته