دخپریدو نیټه :جمعه ۳ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۴۰
د مطلب کود : 148768
د کابل امام زمان مسجد باندی برید سوی دی
د کابل خیرخانه کی قلعه نجارها سیمه کی د امام زمان(عج) په مسجد کی تروریستی برید ترسره سوی چی مسئولیت یی د داعش تروریستی ډله په غاړه اخیستی دی.

 

داعش د یو بیانیی په خپرولو سره ددی برید مسئولیت په غاړه اخیستی دی.

په همدی حال کی طالبان ددی تروریستی برید مسئولیت رد کړی او دا کار نفاق منځته راوړنه بولی.

ذبیح الله مجاهد د طالبانو ویاند د افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په خبرو کی وویل: پر مسجد باندی برید مجاهدینو پوری اړه نه لری او دا کار فتنه انګیزه دی.

نن د جمعی په ورځ د غرمی ۱:۳۰ بجو په شاوخوا څو تنه وسله وال د دوو تنو پولیسو په شهیدولو سره چی د امام زمان مسجد ساتونکی وو او په خیرخانه قلعه نجارها سیمه کی قرار لری، پر لمونځ کوونکو باندی ډزی کړی دی.

د عینی شاهدانو په وینا، وسله وال ۲ لاسی بومونو په غورځولو سره، د مسجد دوه تنه محافظین په شهادت رسولی دی او دوه تنه نور ټپیان کړی دی.

دا برید په داسی حال کی ترسره سوی دی چی لمونځ کوونکی د لمونځ کولو په حال کی وو.

د امنیتی ځواکونو په وینا د امام زمان مسجد تلفات ۲۴ تنو ته رسیدلی دی.

ځینی لمونځ کوونکی د امنیتی ځواکونو له لوری د پیښی د سیمی څخه ایستل سوی دی.

په دی برید کی دوه تنه مهاجمین وژل سوی او یو تن یی هم د امنیتی ځواکونو له لوری نیول سوی دی.

په مسجد کی ځینی لمونځ کوونکی د ۵۰ څخه تر ۶۰ تنو پوری ښځی بند پاته دی او شاید انسانی تلفات ډیر سی.

https://avapress.com/vdcjmoevouqexaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته