دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۰۰:۵۲
د مطلب کود : 156561
د پاکستانی دینی عالمانو: انتحاری حملې د اسلام له نظره ناروا او منع کار دی
راپورنه وایی، د پاکستان تقريبآ دوه زره دیني عالمانو پرون په یوه غونډه کې فتوا ورکړه چې انتحاري حملې کاملا حرام او د اسلام له نظره ناروا او منع کاردي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی، یاد دیني عالمانو، چې د بېلابېلو فرقو او مذهبونو استازیتوب یې کاوه، په صادره کړې فتوا کې ویلي دی، چې انتحاري حملې، د اسلامي شرعې د نافذولو په نوم له تشدد او زوره کار اخیستل د اسلام له نظره ناروا دی. د یاد وړ دی، دغه هیواد کې دیني عالمانو وروسته له دې دا فتوا صادره کړه چې پاکستاني مدرسو په افغانستان او درسته سیمه کې د دین په نوم انتحار او تشدد رواج کړ.
https://avapress.com/vdcjmmevvuqeiiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته