دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۴ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۱۲
د مطلب کود : 156967
پکتیکا ولایت کی ۶۵ تنه وسله والو وژل شوی
د پکتیکا ولایت چارواکی وایی، په یاد ولایت کی هوايي عملیات شوی دی.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، د پکتیکا ولایت امنیه قومندان محمد عظیم هاشمی په دی اړه وایی، چې په یاد ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په دوو جلا هوايي عملیاتو کې۶۵ تنه وسله والو طالبانو وژل شوي دي. سرچنو زیاتیوی، د بهرنیو ځواکونو د یکشنبی په شپی د یاد ولایت په برمل ولسوالۍ کې پر وسله والو طالبانو دوه هوايي بریدونه کړي دی. هغه زیاتوي، چې په دغو عملیاتو کې، په پایله کې یې کابو ۶۵ تنه طالبان وژلي شوی ‎او دوه پټن‎ځایونه، موټر او وسلې هم له منځه تللي دي. هغوی وایی، چې د یاد بریدونو کې ګڼ وسله‎وال ټپیان شوي هم دي. خو وسله والو طالبانو دغه ادعاګاني نه مني.
https://avapress.com/vdcjmmevauqeihz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته