دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۴:۳۷
د مطلب کود : 136662
د افغانستان امنيتي وضعيت د ډاډ وړ نه دی
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان امنیتي وضعیت له ننګونو ډک وباله او له طالبانو یې وغوښتل چې له تاوتریخوالي لاس واخلي.
د افغان غږ خبری آژانس آژانس د خبر له مخی : د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده وایي، په افغانستان کې د ترهګرو بریدونه د ډېروالي په حال کې دي او کوم کار چې ترهګر کوي، په هېڅ صورت ورته پلمه نه شي جوړېدی.

روسیې مخکې له طالبانو سره خپلې اړیکې څرګندې کړې او دلیل یې د افغانستان د سولې په پروسه کې مرسته او منځني ختیځ ته د داعش مخنیوی بللی و. دا ځل د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده د طالبانو له مشرانو غواړي چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او د سولې له پروسې سره یو ځای شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زخاروا وايي: “مونږ په افغانستان کې له ښکېلو خواوو، لومړی د طالبانو له مشرانو غواړو چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او بین الافغاني خبرو ته ژر تیار شي.”

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په کابل، کندهار او هلمند ولایتونو کې وروستي بریدونه وغندل او د دغو بریدونو عاملانو ته یې د سزا ورکولو غوښتنه وکړه.

ماریا زخاروا زیاتوي: “مونږ دا جنایت چې ترهګرو کړی، په پرېکنده توګه غندو، هېڅ پلمه ورته نه شي جوړېدلی. مونږ هیله من یو چې د دغو بریدونو عاملان باید په سزا ورسول شي.”

مسکو وایي د افغانستان وضعیت له ننګونو ډک دی او د ترهګرو بریدونه هم د ډېروالي په حال کې دي.

ماریا زخاروا وايي: “د افغانستان امنیتي وضعیت له ننګونو ډک دی، په افغانستان کې د ترهګرو بریدونه د ډېروالي په حال کې دي. دې ته په پام سره چې وسله والو خپل بریدونه کم کړي چې په ژمي کې دا معمول دی.”

دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې د تېر کال د ډسمبر په میاشت کې د ناټو او امریکایي ځواکونو قومندان په واشنګټن کې ویلي و چې مسکو طالبانو ته د مشروعیت ورکولو په هڅه کې ده.
https://avapress.com/vdcjmmev8uqetmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته