دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۱۳
د مطلب کود : 132062
جمهور رئيس د ويډيو يي کنفرانس دلاري د ۳۴ ولايتونو ستونزي واورېدې
جمهور رئيس محمد اشرف غني د ولایتونو د ستونزو او اړتیاوو د ارزوني په موخه د ۳۴ ولایتو د والیانو، ښاروالانو، د ولایتي شوراګانو د استازو او علماوو شورا د مشرانو سره خبري وکړې او د دوئ نظرونه یې واورېدل.

جمهور رئيس محمد اشرف غني د ولایتونو د ستونزو او اړتیاوو د ارزوني په موخه د ۳۴ ولایتو د والیانو، ښاروالانو، د ولایتي شوراګانو د استازو او علماوو شورا د مشرانو سره خبري وکړې او د دوئ نظرونه یې واورېدل.
جمهور رئيس په خپلو خبرو کي د عاشوراء په ورځ رامنځته سوي خونړۍ غېر انساني او اسلام ضد پېښي وغندلې او د قربانیانو لپاره یې د خدای څخه د مغفرت او رحمت غوښتنه وکړه او د کورنیو لپاره یې د صبر او اجر غوښتونکی سو.
ده وویل: د دین او خاوري دښمنان په دې ډول وحشي کړنو سره غواړي، چي د خلکو تر منځ د کرکي تخم وکري او د نفاق په اچولو سره په هیواد کي د سولي او امن هڅي سبوتاژ کړي.
جمهور رئيس ولایتي مسؤولینو ته سپارښتنه وکړه، چي د خپلو امکاناتو په اکار اخیستو د وروستیو جګړو په ترڅ کي د بېځایه سوو مستحقو کورنيو سره هر ډول مرسته وکړي، که په دې برخه کي ستونزه وي، نو د سیمه ییزو ارګانونو د ادارې د لاري دي د مرکز څخه مرسته وغواړي.
جمهور رئيس یو ځل بیا د اصلاحاتو پر پلي کولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: موږ اصلاحاتو ته ژمن یو او کوم کسان، چي په اداري فساد تورن دي، دوسیې به یې د څېړني په موخه ډېر ژر قضايي او عدلي ارګانو ته ولېږل سي.
پر دې سربېره یې د امنیتي ځواکونه مېړانه او قربانۍ وستایلې، چي د خپل سر په بیه د هیواد او خلکو دفاع کوي او هره ورځ په دې لار کي قربانۍ ورکوي.
جمهور رئيس غوښتنه وکړه، چي ځوانان دي د خپلي خاوري او وطن د دفاع لپاره د ملي امنیتي- دفاعي ځواکونو له لیکو سره په یو ځای کېدو د دښمنانو مخه ونیسي او په دې حساس پړاو کي خپل تاریخي مسؤولیت ادا کړي.

https://avapress.com/vdcjm8ev8uqetyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته