دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۴۳
د مطلب کود : 143853
قاطع وژنی د قاطع ملاتړ تر سایه لاندی!
د ناتو قاطع ملاتړ؛ هغه څه چی په ظاهر کی ډیر جدی او بی اندازه مصمم او استوار او پیاوړۍ معلومیږی او د همدی لپاره چی که څوک د پردی تر شا لوبو څخه اطلاع ونه لری، د ناتو قاطع ملاتړ د افغانستان امنیتی ځواکونو څخه  په اساس اخبار په اوریدو سره، رنګ و رخسار او ځواک او قوت و بازوګانو ته بیرته راګرځی او شاد دی ددی څخه چی هغه قدرتونه او هیوادونه د افغانستان ملت او دولت ترڅنګ قرار نیولی دی او ددی خاوری بدغوښتونکو او دشمنانو په وړاندی د افغانانو څخه دفاع کوی چی دهغه قوت او قدرت افغان غږ خبری آژانسزه او دروازه، د هر دولت او هیواد شا لرزوی او په شور راولی.
یو نیم لسیزه کیږی چی ځینی ولسوالیانی د افغانستان په ناامنو سیمو کی د دولتی ځواکونو او مسلح مخالفانو په لاس کی لاس په لاس کیږی او ځینی وختونه یو او ځینی وختونه بل پر هغه باندی مسلطیږی او په دی لاس په لاس کیدنی سره زموږ ډیر هیواد وال خپل ژوند له لاسه ورکوی او ټپیان کیږی؛ سربیره پردی چی مالی او اقتصادی خسارات هم زموږ پر خلګو باندی واردیږی.
په تازه پیښو کی ددی شوم جنګونو څخه چی هیڅ ګټونکی نه لری او هم نه کوم ګټه، بیا هم د قندز مجروح پیکر نشانه نیول کیږی او هم ځینی بد خبرونه د غزنی واغز ولسوالی څخه غوږونو ته رسیږی. په قندز کی د جنګ دواړو لورو څخه هر یو خپل ځان لپاره ادعاوی لری او هر یو په جنګ کی ځان لپاره پرمختګ مدعی دی.
وضعیت که هرډول وی، یو موضوع کاملآ مشخص او واضح دی او هغه د ډیرو افغانانو وژل کیدل د جنګ په ډګر کی، بیله دی چی بی ګناه ملکی افغانانو ته زیان ورسوی چی هیڅ نقش او مقصد په جنګ کی نه لری.
په ډیر تاسف سره، دا شوم او نا مبارک روند په عینی حال کی اوږد او همدارنګه ادامه لری او ددی خلګو کم جانه او باریک غاړی څخه همداسی وینی ځبیښی او لکه څنګه چی معلومیږی، معلوم هم نه دی چی په دی نږدیو کی ددی خاوری او اوبو او ملت څخه څه وخت لاس واخلی.
هغه وضعیت چی په حاضر حال کی په ټوله هیواد کی بالخصوص په قندز او غزنی او هلمند او نورو ناامن سیمو کی جاری دی؛ یواځی کیدلای سی د یو شوم خبر حکایت ګر و دا مظلوم خلګو لپاره وی چی خپل عمر په جنګ او بدبختیو کی تیر کړی دی او هم کیدلای سی دهغه لوبو کاشفان وی چی د پردی ترشا ددی خلګو د هر څه تباه کولو لپاره په جریان کی دی او بازیګران یی هم بیله غربی دولتونو او قدرتونو بل څوک نه سی کیدلای چی د برتری غوښتنی او سلطی لپاره، د هغه خاوری څخه راولاړ سوی دیی او اسلامی هیوادونو باندی لشکر کشی کړی دی.
پوهان په دی باور باندی ټینګار کوی چی په افغانستان کی د جنګ اوږدیدل، د غربی قدرتونو او سیمه ایز ملاتړ کوونکو بالخصوص آمریکا اصلی مقصد دی او ددی هیوادونو ادعاوو برخلاف، په اصل او اساس کی، دا ملاتړ د ټول افغانستان امنیتی وضعیت خرابولو او د جنګ اوږدولو لپاره قاطعانه ملاتړ کیږی!
پوهان دلیل راوړی او وایی چی که آمریکا او سیمه ایزاو غربی ملاتړکوونکی یی، په افغانستان کی د سولی او ثبات د رامنځته کولو قصد درلودی وای، په لمړۍ قدم کی پر پاکستان باندی فشار راوړله تر څو د دطالب او داعش تروریستانو د تمویل او تجهیز څخه لاس واخلی او په بل ګام کی، خپله او ملاتړ کوونکی یی بالخصوص عرب، په افغانستان او سیمه کی د تروریزم پیاوړی کولو او رشد رامنځته کولو کی فعال سهم نه اخیستله؛ ځکه چی ځینو خبرونو او پیاوړۍ ګمانونو په اساس، د مشکوک هلی کوپترانو په کیناستلو کی د دولت مسلح مخالفانو تر کنترول سیمو کی، د امریکا دولت د نورو دولتونو څخه مخکی تر شک لاندی قرار لری او ځینی هم لیکلی دی چی حق کاملآ د روسیی سره دی؛ ځکه چی آمریکا او ملاتړ کوونکی د ډیرو کلونو راهیسی د افغانستان هوایی حریم کنترولوی او لیری خبره ده چی ددومری پرمختلتیا او پرمختللو ماشینونو په درلودلو سره بیاهم مشکوک هلی کوپتری د افغانستان هوایی حریم کی پرواز وکړی.
که له دی زاویی څخه قضیی ته وکتل سی، دا هلی کوپتران نه یواځی نا شناسه نه دی؛ بلکه د ناتو او امریکا لپاره چی د افغانستان هوایی حریم په دقت سره تر نظر او کنترل لاندی لری، کاملآ پیژندل سوی دی او د هغوی ماموریت هم په دقیق ډول سره تعریف سوی او ترسره کیږی.
نو د هغه په اساس چی وویل سو، بی ثباتی او ناامنی په افغانستان کی، یو نقشه سوی او مخکی جوړ سوی موضوع ده چی دداسی وضعیت شتون د غرب استعماری مقاصدو مخته وړلو لپاره اړین او ضروری دی؛ حتی که دا وضعیت د افغانستان خلګو او دولت په ګټه هم نه وی.
https://avapress.com/vdcjitevtuqexoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته