دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۲۱:۳۶
د مطلب کود : 148353
لوڅ والۍ، استقلال که اضمحلال؟
آریانا سعید؛ افغانستانی آوازخانه ښځه، د افغانستان استقلال د ورځی جشن کی د خپل کانسرت اجرا څخه دفاع کی، د ملی تلویزیون له لوری د هیواد علماوو سپکی خبری وکړی.

 

 

د افغان غږ (افغان غږ خبری آژانس) په ګزارش سره، قرار وو چی آریانا سعید؛ د افغانستان استقلال ورځی جشن کی نیم لوڅ کانسرتونو اجرا ترسره کړی؛ خو دا برنامه د علماوو سخت غبرګون سره مخ سو او د هغه په لړ کی، ویل کیږی چی د آریانا سعید اجرا د ملی جشن ورځی برنامو کی لغوه سوی دی.

خو آریانا سعید د ملی تلویزیون سره په مصاحبه کی علما په ( شاته والی ) باندی بللی او ټینګار یی کړی ده چی دا لمړۍ ځل نه دی چی مرتجع ملاګان د موسیقی کلتور سره مخالفت کوی؛ بلکه په تیرو کی هم داسی چالشونه د هنرمندانو په وړاندی شتون درلود.

هغی وویل: موږ خپل کار ته ادامه ورکوو او هیڅ څوک زموږ د فعالیتونو مخه نه سی نیولی.

دا د آریانا قصور نه دی. هغی د خپل هویت څخه دفاع کړی؛ په هغه څه چی هغی ورباندی پیژندل کیږی او خپل ټول توان او ژوند او شته منی او ایمان او باور او خپل باطنی باور د همدی هویت لپاره په لاره اچولی دی.

که هرزګی او لوڅوالی او فساد ترویج او جنسی ولنګاری د آریانا سعید څخه واخیستل سی، هغه نور په څه باندی پیژندل کیږی؟

د هغه موضع هم د علماوو په وړاندی هغه څه نه دی چی د هغی څخه انتظار کیدله. هغی پوهیږی چی څوک او د څه لپاره د هغی په وړاندی قرار لری او اجازه نه ورکوی چی د افغانستان خلګو اسلامی او انسانی او ملی ارزښتونو او ایمان او باورونو او دین او هنر او کلتور سره لوبه وکړی او د بیګانه کلتور سره په نمایندګی سره، ددی خلګو آخری پاته معنوی سرمایه له منځه یوسی.

د آریانا سعید په نظر، دینی عالمان، مرتجع ملاګانی دی؛ ځکه چی دنده لری ترڅو د هغه اصولو څخه دفاع وکړی چی ددی خلګو ۱۴۰۰ کالو ایمانی دینی تاریخ کی ریشه لری؛ خو آریانا سعید، د هغه نوی دین پیغمبر دی چی د خارجی ځواکونو په مرسته هیواد ته داخل سوی دی او د هغی مقصد ۱۴۰۰ کلن دین د پښو غورځول دی چی د هغی او پیروانو په نظر یو زوړ او ارتجاعی څیز بلل کیږی.

له دی لید څخه، آریانا سعید هغه کار ترسره کوی چی ورباندی مامور سویده. هغه په یو معنی د غرب استعمار کلتوری سفیر دی.

دا چی هغی د دینی علماوو په وړاندی دریږی او خبرداری ورکوی چی هیڅ څوک د هغی مخه نه سی نیولای او هغی په هر صورت خپل کار ترسره کوی هم ددی شکاره کوونکی دی چی آریانا سعید، یواځی نه دی. هغی سره یو پشتوانه سته چی د ملی تلویزیون تر دالان پوری یی مخته وړلی دی.

په دی حساب سره، پوښتنه دلته ده چی څوک د آریانا سعید څخه ملاتړ کوی؟ د پردی ترشا کوم قدرتمنده لاسونه کار کوی ترڅو آریانا سعید وکولای سی د افغانستان یو ملی مناسبونو له لاری، د ملی تلویزیون په مرسته چی باید د افغانستان خلګو ارزښتونو او سنتونو او کلتور او دین او ایمان اشاعه ورکوونکی وی، برنامه اجرا کوی؟

کوم قدرت د یو مبتذل او هرزه افغان غږ خبری آژانسزخوانه څخه ملاتړ کوی چی هغه کولای سی د دینی علماوو په وړاندی، موضع ونیسی او په خبرداری او زور وینی سره دا ادعا وکړی چی خپل کار ته ادامه ورکوی؟

دا هغه پوښتنی دی چی مخاطب یی، مستقیمآ د دولت سران بالخصوص ددی ځمکی کلتور او هنر چارو متولیان او مسؤولین دی؛ همغه کسان چی هره ورځ ادعا کوی چی اساسی قانون باندی وفادار به پاته سیی، د خلګو اسلامی ایمان اصولو څخه صیانت کوی او بدغوښتونکو او متجاوزانو چی د خلګو پر باورونو باندی تیری کوی، مبارزه او مقاومت کوی.

له بل لوری، برنامه ریزی د هغه کانسرت لپاره چی هیڅ پیام بیله لوڅ والی او هرزګی او مبتذلتیا او اخلاقی فساد څخه نه لری، د افغانستان ملی استقلال جشن په ورځ، هغه هوشیارانه توطئه دی چی مقصد یی، د افغانستان خلګو تاریخی افتخاراتو مصادره او د استقلال پرځای د اضمحلال ځای پرځای کونه دی؛ ځکه اسقلال، هغه وخت معنی پیدا کوی چی یو ملت په ټول برخو کی لکه په کلتوری او هنر کی، خپل سنت او پخوانی افتخاراتو باندی وفادار پاته سی او د ملی کلتور باندی بهرنۍ غلبه مخه ونیسی. په دی برخه کی آریانا سعید زموږ افغانستانی او ملی  کلتور او سنتونو کومی برخی څخه نمایندګی کوی؟!

آریانا سعید د افغانستان استقلال په ورځ، د لوڅ والی او هرزګی کانسرت ترسره کوی او په دی برخه کی د افغانستان دینی علماوو په وړاندی ګستاخانه هتاکی کوی؛ دا په داسی حال کی دی چی د افغانستان استقلال د علماوو په رشادتونو او شجاتونو او شهادتونو  باندی لاسته راغلی دی نه د آریانا په شان عناصرو په مبارزی سره!

https://avapress.com/vdcjioevtuqextz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته