دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۲۱:۰۶
د مطلب کود : 156552
د نور ګواښ که‎چېرې خبرې پایله ونه لري سرتاسري پاڅون به وکړي

د ولسمشرۍ ماڼۍ او د عطامحمد نور ترمنځ شخړو یوه میاشت مخکې هغه مهال زور واخیست چې ولسمشر غني ښاغی نور یې د بلخ ولایت له مقام څخه لیرې کړ.
د ولسمشر له خوا د بلخ لیرې کړل شوی والي او د جمعیت اسلامي اجرايي رییس، په بلخ کې د یوې غونډې په ترڅ کې وویل په هغه صورت کې چې د حکومت او جمعیت ترمنځ خبرې اترې مطلوبې پایلې ته ونه رسېږي، سرتاسري پاڅون به وکړي.

خو هغه وویل چې د خبرو اترو او د مذاکرې له لارې د سیاسي شخړو د حل غوښتونکی دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ او د عطامحمد نور ترمنځ شخړو یوه میاشت مخکې هغه مهال زور واخیست چې ولسمشر غني ښاغی نور یې د بلخ ولایت له مقام څخه لیرې کړ.

هغه وویل:«تر هغه وخته چې د حکومت مشران د نورو د حذف په لټه کې وي، د ټولنیز او سیاسي عدالت د ټینګښت په لټه کې نه وي، تر هغه وخته چې د هېواد د امنیت په تأمین کې د دوی مدیریت کمزوری وي، موږ د هېڅ څیز په اړه پرېکړه نه شو کولای چې په خیر دې وي خو دا چې بالاخره اړ شو یو سرتاسري پاڅون په لاره واچوو ترڅو غصې او د کمزورو ناکامه او دروغجنو څېرو دېوال ونړو.»

حکومت او جمعیت تراوسه اوه ځله خبرې اترې کړي دي. رپوټونه رسوي  چې اوس جمعیت د حکومت له خوا د خپلو غوښتنو د ځواب په تمه دی.

له حکومت څخه د جمعیت مهمې غوښتنې د ملي یووالي حکومت د هوکړه‎لیک د بشپړ تطبیق، د نظام بدلون، د اساسي قانون تعدیل، د برېښنايي پېژندپاڼو وېش، د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار بنسټ رامنځته کول دي.

ښاغلي نور په خپلو ورځنیو غونډو کې چې له یوې میاشتې راهیسې له خلکو سره یې ترسره کوي، پر حکومت سخته نیوکه کوي او وايي چې د امنیت په تأمین، د داعش د نفوذ په مخنیوي، او د اداري فساد د ولو په وچولو کې ناکامه دی.

هغه څرګنده کړه:«موږ غواړو چې د دروغجنو څېرو له مخکې پردې لیرې شي، څوک دي چې له تورو ښیښو لرونکو موټرو سره داعش اکمالوي، ځانمرګي راوړي او د چاودنې زمینه برابروي.»

ښاغلي نور وویل چې هغه د سیاسي او ټولنیز عدالت او د افغانستان د خلکو د حقونو د پلي کولو په لټه کې دی.

هغه د هغه په اړه د څرګندونو په غبرګون کې وویل چې هغه د حکومت یو عادي مامور نه بلکې د خلکو د یوې سترې ټولګې استازی دی، له یوه ستر ایتلاف او سیاسي جریان څخه.

ښاغلي نور زیاته کړه چې له منطقي هوکړې څخه پرته هېڅ شی هغه نه شي قانع کولای.

هغه څرګنده کړه:«که‎چېرې هوکړه ونه شي، موږ د جمعیت د رییس سره په تفاهم کې څو ورځې وروسته ضرب الاجل ټاکو. دغه بهیر ته بدلون ورکوو.»

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjimev8uqeiiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته