دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۰۲
د مطلب کود : 95765
فلسطیني مبارزانو ۲۳ نور صهیونیسټ فوځيان ووژل
د الیوم السابع د راپور له مخې نن د حماس فوځي څانګې د قسام کنډکونو په یوه بیانیه کې اعلان وکړ د نن سې شنبې ورځې په لومړیو ساعتونو کې ېې په بیلابیلو سیمو کې په صهیونیسټو فوځيانو مرګوني بریدونه کړي چې له امله ېې ۲۳ فوځيان هلاک شوي او په لسګونو نور ټپيان شوي دي .
راپور زیاتوي د قسام مبارزانو نن په مخامخ جګړه کې د صهیونیسټانو آته فوځ ګادي په نښه او له منځه یووړل او د هغوی په څو قرارګاوو ېې د هاوان په ډزو کې ورته درنه مرګ ژوبله واړوله .
همداراز د قسام کنډکونو مبارزان وايي په صهیونیسټو فوځيانو ېې دری د سرک غاړې بمي چاودنې هم ترسره کړې او په نیول شویو ځمکو من جمله تلبیب ېې ۱۴۵ توغندي هم ویشتلي چې ۱۱ ېې په تلبیب لګیدلي دي .
تر دې وړاندې حماس اعلان کړی ؤ چې په جګړه کې د وژل شویو صهیونیسټانو شمیر ۴۰ تنو ته رسیدلی .
د صهیونیسټانو یوه تلوزیوني شبکه هم وايي نن سهار په غزه کې د دوی دوه عسکر وژل شوي او ۷۷ نور ټپيان دي .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjiaeh.uqeimz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته