دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۲۲
د مطلب کود : 153096
د هرات په شینډنډ کې د پنځو قومندانانو په ګډون دیرش طالبان وژل شوي

د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي وایي د دغه ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د ګډو عملیاتو پر ترڅ کې لسګونه طالب وسله وال وژل شوي دي.

د هرات ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا عملیات له دوو ورځو راهیسې پیل شوي او د هوايي ځواکونو ملاتړ هم له ځان سره لري.

اعلامیه وایي په دې عملیاتو کې دیرش تنه طالبان وژل شوي چې پنځه قومندانان هم پکې شامل دي او شل نور ټپیان شوي دي.

د شینډنډ سیمه ییزو چارواکو ویلي په وژل شوو کې د ملا کامران په نوم یو لوی قومندان هم شامل دی چې یاده ولسوالۍ کې یې د ټولو بریدونو رهبري کوله.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

هرات د هیواد په لویدیځ کې هغه ولایت دی چې وسله والو مخالفین یې په ځینو برخو کې حضور لري او وخت نا وخته ترې د ورته پيښو راپورونه خپریږي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjhtevmuqeiyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته