دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۲۳:۵۶
د مطلب کود : 156796
د کابل ښار پر انترکانتینینتال هوټل کی ۱۸ کسانو وژل شوی دی
د کابل ښار پر انترکانتینینټل هوټل د وسله والو ترهګرو حملې، چې د تېرې شپې په ۹ بجې پیل شوې وه ترنن ورځ سهارلس بجې پورې دوام وکړ.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت و یاند نجیب دانش نن ورځ په دی اړه خبر یالانو ټه و‎ویل، د کانټیننټال پرهوټل په ډله‌ییزه حمله کې د ۱۴ بهرنیانو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي دي. د یاد برید مسوولیت وسله والو طالبانو رسنیو ټه په یوه استول شوې خبر پانه کی په غاړه واخیست خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې دغه برید د حقاني شبکې له خوا ترسره شوی دی. سرچنو ویلی، چې په وژل شویو کې ۱۱ تنه د کام ایر هوايي شرکت کارکوونکي دي. د یاد وړدی، د حملې په مهال په هوټل کې تر ۱۵۰ زیات مېلمانه حاضر ول او وسله والو ترهګرو هڅه کوله چې په هوټل کې ټول موجود کسان ووژني خو امنیتي ځواکونو موقع ورنه کړه.. راپورنه وایی، تر ۱۵ ساعته وسله والې نښتې وروسته بالاخره افغان امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې د کابل د انټرکانټیننټال پر هوټل ډله ییزه حمله د شپږو حمله کوونکو په وژلو سره، پای ته ورسوي.
https://avapress.com/vdcjhmevmuqeiaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته