دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۰۹
د مطلب کود : 146995
د غنی تازه آیده: د تروریزم په وړاندی توریزم

 

اشرف غنی؛ ولسمشر وایی چی که تروریزم امنیتی ګواښونه پای ته ورسیږی، افغانستان کولای سی په کال کی د دوو څخه تر پنځو پوری د ګرځیدونکو کوربه وی.

ښاغلی غنی د توریزم په وړاندی ګواښونو تحقیقی او علمی سیمنار کی د یکشنبه په ورځ وویل چی په افغانستان کی و توریزم ته د تروریزم ضد وسیله په توګه کتل کیږی.

هغه ناامنیو ادامه ته په اشاره سره وویل چی افغانستان ته د خارجی ګرځیدونکو جلب لپاره برنامه ریزی د وخت څخه لیری نه دی؛ ځکه چی په دی هیواد کی به سوله او آرامی راسی.

ولسمشر وویل چی افغانستان تاریخی، کلتوری، طبیعی سیمو په درلودلو سره ګرځيدنی او توریزم لپاره یو مناسب ځای دی.

د هغه په وینا، افغانستان د فرانسه لرغونۍ پیژندنی هیات سره په توافق رسیدلی دی ترڅو د افغانستان ټول لرغونۍ آثار ترتیب کړی.

ښاغلی غنی زیاته کړه: لکه څنګه چی افغانستان د زرهاوو کلونو راهیسی د فکر او کلتور او تمدن اتصال او لیږد مرکز وو، په راتلونکی به هم دا نقش ترسره کړی.

منتقدان وایی چی سخت امنیتی خراب وضعیت په کتو سره، د ښاغلی غنی هیله مندی خبری، بیله خوب بل څه نه دی او په افغانستان کی جاری واقعیتونو سره همخوانی نه لری.

د پوهانو په باور، ښاغلی غنی په دی خبرو سره، شکاره کوی چی یا به د هیواد جاری وضعیت څخه بی خبره دی او د تروریزم څخه را ولاړ خطر باندی نه دی پوهیدلی او یا هم غواړی په دی خبرو سره د تروریستانو امنیتی ضد اقدامات بی اهمیته شکاره کړی او شکاره کړی چی دولت همداسی پر وضعیت باندی مسلط دی او بیله دی چی وضعیت ته وګوری، راتلونکی ته فکر کوی چی په هغه کی، افغانستان د میلیونونو خارجی ګرځیدونکو کوربه دی او په کال کی میلیاردونه دالره ترلاسه کوی.

دا په یو توپیر لرونکی شرایطو کی ډیر رومانتیکه دی؛ ځکه چی ددی سره هیڅ یو مخالفت نه کوی چی هیواد یی د طبیعی او لاس نه وهل سوی سرچینو له امله، د نړۍ د میلیونونو ثرومنده توریستانو لمړۍ ځای وی؛ خو ایا په دی شرایطو کی د توریسم څخه ګټه اخیستنه د تروریزم په وړاندی آیا معقول او باور منده خبره دی؟!

آیا ولسمشر نه پوهیږی چی هیواد تر غاړه پوری په ناامنیو او بحران او وژنو او خلګو تښتونو او سقوط ته نږدی قرار لری او په داسی وضعیت کی چی د هیواد ټولنیز او سیاسی او اقتصادی او کلتوری ژوند سره پاشل سوی دی او خلګ حتی په خپل کور کی د امنیت احساس نه وی، د تروریسم په وړاندی توریسم آیده طرحه ډیر خوش باورانه او خوب رکمه نه دی او هیڅ کوم سختی د جاری وضعیت واقعیتونو سره نه لری؟!

بیله شکه، ولسمشر باید توهم سره نه وی مخ سوی. هغه د هرچا څخه مخکی د افغانستان کلتور او اقتصاد او امنیت او پردی شا او مخ سیاست باندی پوهیږی او پوهیږی چی هیواد د هغه حکومت په وخت کی په یو بی ساری ډول سره د سقوط او باتلاق حالت ته لویدلی دی.

له بل لوری، د ولسمشر څخه لمړنۍ هیله داده چی د هر یو څخه ښه وپوهیږی چی هغه حکومت چی په جاری ظرفیت مدیریت او پراختیا او رفاه او آرامتیا او خلګو امنیت کی ناتوانه دی او له بل لوری نه سی کولای یا هم نه غواړی چی د څو تروریستی ډلو مخه ونیسی، هیڅ وخت به ونه توانیږی چی د توریسم صنعت مدیریت او توریستانو میلیاردونو لاسته راوړنو څخه خبری وکړی او مهم ددی څخه چی د تروریسم په وړاندی توریسم آیده څخه د ګټی اخیستنی خبری وکړی!

په داسی حال کی چی صاحب نظران داسی فکر لری چی د توریسم صنعت د رونق لپاره پر تروریسم باندی غالبه کیدل لازمه دی، نه دا چی د تروریسم په وړاندی د توریسم صنعیت څخه ګټه واخلو!

ددی ټولو څخه په صرف نظر سره، افغانستان حتی د کلتوری لحاظه هم ددی ناپایداره شرایطو ته په کتو سره، هیڅ وخت د میلیونونو خارجی توریستانو لپاره مهیا او آماده نه دی؛ ځه چی د قدرمنده هیوادونو کلتوری تهاجم اصلی لاره هما توریسم دی.

https://avapress.com/vdcjhmeviuqexhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې