دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۰۱:۴۷
د مطلب کود : 156499
دری تنه د هند پر سفارت باندی د راکت د توغولو په تور نیول سوی دی
د داخلی وزیر وایی چی د وزیر اکبر خان په سیمه کې د هند پر سفارت باندی د تیری شپی راکت لګیدو په تور، دری تنه نیول سوی دی.
ویس احمد برمک؛ د داخلی وزیر نن سه شنبه په یو خبری ناسته کې په کابل کې وویل چی دا دری تنه د تیری شپی راکت لیګیدو په تور چی د وزیر اکبر په سیمه کې لګیدلی دی، نیول سوی دی. د هند خارجه وزیر په خپل تویتر پاڼه کې لیکلی دی: یو راکت زموږ مرکزی دفتر باندی ولګیدل. دا راکت د هندی-تبتی سرتیرو دری پوړیز ساختمان سیمه باندی لګیدلی دی او کوم تلفات نه دی درلودلی. ټول هندی کارکوونکې په صحت کې دی. د هند خارجه وزارت ویاند هم دا پيښه تایید کړی او لیکلی دی: یو راکت د هند سفارت په محوطه کې لګیدلی دی او کوم تلفات او اورلګیدنه نه دی درلودلی. مخکې له دی په ۲۰۰۸ کال کې هم هند سفارت په کابل کې د چاودنی لاندی قرار ونیول چی په هغه کې دوه هندی دیپلوماتان او دوه ساتونکې او یو افغان ترجمان ووژل سو او څو تنه نور ټپیان سو. ددی چاودنی مسؤول حقانی شبکه بلل سوی وو.
https://avapress.com/vdcjhmevhuqeixz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته