دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ ثور ۱۳۹۳ ساعت ۱۶:۱۳
د مطلب کود : 89979
په فاریاب ولایت کې ۲۳ تنه وسله وال طالبان ووژل شول
د ملي امنیتی ځواکونو په ځانګړو عملیاتو په پایله کې چې د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ اړوند سیمې کې ترسره کړل، ۲۳ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ۸ تنه نور ټپیان شول .
دغه عملیات چې درې ورځې وړاندی د یادو ځواکونو له لورې د قیصارولسوالۍ اړوند سیمې د دولت وسله والو مخالفینو څخه د پاکوالي په موخه ترسره شوي وو.
د وژل شوو وسله وال طالبان څخه یوه اندازه وسلۍ او مهمات هم د ملي امنیتی ځواکونو لاس ته ورغلې دي او ځایي ولسي وګړو ته هیڅ زیان نه دی اوښتی .
د هېواد ملی امنیتې ځواکونو د هرې ورځې په تېرېدو سره د پياوړتيا په حال کې دي او تل دا هڅه کوي چې د ورانکارو کړنو مخه ونيسي ترڅو هغه ترهګرو ته چې غواړي د هېواد سولې او ثبات ته خنډ وګرځي غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي,
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjhheo.uqehaz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته