دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۴۹
د مطلب کود : 107899
طالبانو په هلمند کښې دحکومتي عسکرو عملیات ناکام وبلل .
دطالبانو ویندوی ادعا وکړه په جنوبي ولایت هلمند کښې دافغانستان دپوځ عملیات له ماتي سره مخ شوي .
 دطالبانو ویندوی قاري یوسف احمدي ادعا وکړه دهملندو لایت په مختلفو سیمو کښې دطالبانو پرضد عملیاتو کښې دپوځ دعسکرو له کامل شکست وروسته افغان عسکر له دغه ولایت تللي اوتښتیدلي .
دا په داسې حال کښې ده چې دافغانستان حکومتي سرچینو دذوالفقار په نوم عملیاتو کښې د سلګونو طالبانو د وژل کیدا خبر ورکړی دی .
دذوالفقار عمليات دخارجي عسکرو له مرستې پرته او دسپرلي له شروع کیدا مخکې چې په ټول افغانستان کښې د طالبانو ډلې دحملو دزیاتولو وخت وي دغه ډلې ته دګوزار دورکولو لپاره شروع شوي دي .
د ویلوده د ذوالفقار په نوم پوځي عملیاتو کښې دداعش ترهګرې ډلې یو (۱)قوماندان عبدالرحمان چې په عثمان مشهور دی وژل شوی دی .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjhaevhuqeyoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته