دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۴ حمل ۱۳۹۲ ساعت ۱۵:۵۳
د مطلب کود : 61799
د ملي امنیت عمومي ريیس په امریکا کې له درملنې وروسته هېواد ته راستون شو
د افغانستان د ملي امینت عمومي ريیس په امریکا کې له څلور میاشتنۍ درملنې وروسته نن سهار هېواد ته راستون شو.
د ملي امنیت ریاست د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې، اسدالله خالد به خپلې دندې ته د پخوا په څیر ادامه ورکړي.
ښاغلی خالد نږدې څلور میاشتې مخکې په کابل کې په یوې ځان وژونکي حملې کې سخت ټپي شو.
هغه د درملنې لپاره لومړی په بګرام کې د امریکایې ځواکونو روغتون ته او وروسته متحده ایالاتو ته واستول شو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjhaem.uqevhz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته