دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۳۳
د مطلب کود : 154770
د A-10 Warthog الوتکو د لیږلو لپاره د افغان دفاعي چارواکو غوښتنه

د راپورنو له مخې افغان دفاعي چارواکو د امریکا متحده ایالتونو له پوځ څخه غوښتي چې د طالبانو پر وړاندې A-10 Warthog ډوله الوتکې واستوي.

د افغان پوځ یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط میلیټري ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، چې افغان حکومت د طالبانو پر وړاندې د دغو الوتکو د لیږلو غوښتنه کړی دی خو په دې اړه تر اوسه دواړو غاړو وروستي پریکړې ته نه دی رسیدلی.

د راتلونکو عملیاتو تر نوم لاندې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د قطعې قوماندان جنرال لانس بنچ د سه شبنې په ورځ له خبریالانو سره د مرکې پر مهال وویل چې افغانستان ته د نورو تجهیزاتو د لیږلو په اړه لا هم بحث او خبرې روانې دي.

د راپورونو پر بنسټ، په وروسیتو میاشتو کې امریکایي پوځیان لږ تر لږه ۶ F-16 ډوله جنګي الوتکې افغانستان ته استولي دي.

د میلیټري ټایمز ورځپاڼې په وینا، دا مهال لږ تر لږه ۱۸ F-16 جنګي الوتکې د امریکایي پوځیان په واک کې دي.

د ورځپاڼې په وینا، له A-10 Warthog ډوله الوتکو څخه د داعشیانو پر وړاندې په عراق او سوریه کې کار اخیستل شوي او د ترهګرو په ځپلو کې مثبت اغیزې درلودې.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjaxevyuqeiaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته