دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۰۰:۳۲
د مطلب کود : 144979
بی بی سی، لړلۍ لمن!
د افغانستان خبرنګارانو مرکز، د بی بی سی رسنۍ اطلاع رسونی څخه په نیوکی سره چی د کابل الزهرا مسجد برید په اړه لیکلی دی، ددی رسنۍ څخه غواړی چی حرفه ای اطلاع رسولو باندی متعهد پاته سی او د مذهبی عناوینو سره د تروریستی بریدونو مقصد شکاره کولو څخه، چی یو ډول تفرفه اچونه ده ډډه وکړی.

فارسی بی بی سی یو مسجد تر برید لاندی راتللو باندی تمرکز بغیر یو مذهب ته د مسجد تعلق ورکولو سره په خپل خبر کی هڅه کړی دی ترڅو مخاطب ته دا حس القاء کړی چی د ترهګرو برید اصلی دلیل د یاد مذهب سره نفرت دی. د افغانستان خبرنګارانو مرکز په دی باور دی چی په هیواد کی د داخلی مرګونۍ جنګ ته تاریخ ته په توجه سره اود بهرنۍ مداخلو تشدید ته په کتو سره، د تروریستی برید قربانیانو مذهب ته مستقیم اشاره کولای سی په یو ډول سره د تروریستانو تبلیغاتی او روانی جنګ سره مرسته وکړی او په هیواد کی مذهبی تفرقی او نفرت ترویج لامل سی.

دا نهاد د ټولو رسنیو چی په افغانستان کی فعالیت لری او یاهم د هیواد د بهر څخه جاری پیښی تر پوښښ لاندی نیسی غواړی چی د ډیر دقت څخه کار واخلی او د زیان لیدونکو او قربانیانو قوم یا مذهب هویت او انګیزی لویونی څخه ډډه وکړی.

ددی نه مخکی هم د ژورنالیستانو فدراسیون او د افغانستان رسنیزی نهادونه او د ژورنالیستانو ملی اتحاده د بی بی سی څخه غوښتۍ وو چی په افغانستان کی مذهبی اختلافاتو ته لمن ونه وهی.

لکه څنګه چی پوهیږو او په افغانستان کی جاری وضعیت شاهد دی، د کال په اخیر کی د طالبانو او داعش بریدونه ډیر سوی دی او دا همغه څه دی چی غربی رسنۍ بالخصوص آمریکایی رسنۍ د هغه څخه خبر ورکوله.

د خلګو لنډ مدته حافظه په یاد لری چی د آمریکایی رسنیو پراخ تبلیغات ددی لپاره چی په جاری کلونو کی د افغانستان وضعیت خرابیږی او خلګ د طالب او داعش تروریستانو عملیاتونه د آمریکایی چارواکو مغرضانه او پلان سوی هدفمند وړاندوینو سره په درد او ناراحتی سره تجربه کوی.

په یاد لرو چی په همغو ورځو کی هم د هیواد پوهان په دی نظر دی چی آمریکایان او اروپایی ملاتړ کوونکی یی غواړی په افغانستان کی د طالبانو او حقانی شبکی ترڅنګ د داعش تروریستی ډلی څخه په ګټه اخیستنی سره یو بیل او سخت بحران رامنځته کړی؛ هغه بحران چی آمریکا او د امریکا ملاتړ کوونکو ته اجازه ورکوی چی د نورو کلونو لپاره هم په افغانستان کی پاته سی او د لاس جوړ تروریستی ډلو څخه په ګټه اخیستنی سره په افغانستان کی خپل حضور ته مشروعیت ورکړی.

خو اوس د واشنګتن سران او متحدان یی په ناتو کی، نوی فاز او توطئه تر لاس لاندی نیولی دی او هغه د افغانستان شیعه او سنی ترمنځ اختلاف رامنځته کونه دی او ورڅخه د امریکا او ملاتړ کوونکو مقصدونو تحقق لپاره ګټه واخلی.

په داسی فضا او تګلاری سره ځینی رسنۍ لکه بی بی سی ماموریت ترلاسه کوی چی د افغانستان خلګو په وړاندی روانی جنګ جبهه نورهم داغداره کړی او ددی ځلی په افغانستان کی د شیعه او سنی ترمنځ اختلاف منځته راوړلو سره، هغه څیزونو ته چی تراوسه نه دی رسیدلی، ورسیږی.

لکه څنګه چی پوهیږو بی بی سی په دی برخه کی؛ یعنی په مسلمانانو کی تفرقه او نفاق منځته راوړلو کی، ددی ترڅنګ چی یو بد نام رسنۍ دی؛ خو په دی برخه کی د هغه فتنه منځته راوړونکو ملتونو مصالح لپاره په ډیر ماهرانه توګه په فعالیت بوخت دی.

ډیر پوهان په دی باور دی چی د بی بی سی شبکه ګټه اخیستنه د مسلمانانو ترمنځ تفرقه منځته راوړلو کی، یو خطایی او اټکل موضوع نه دی؛ باید دی شبکه ته ارشادی او اصلاحی تذکر ورکړل سی او ددی شبکی او تر لاس لاندو کسانو څخه وغوښتل سی چی په شفاف اطلاع رسانۍ کی د هر دول مرض او غرض څخه لیری، متعهد او مسئولانه عمل وکړی. پوهان په دی باور دی چی بی بی سی استعماری قدرتونو پوری تړلی رسنۍ په عنوان چی په حقیقت کی د هغوی خبری کوی او دا کار په غاړه لری، ناچاره دی چی خپل بادارانو میل په اساس چلند وکړی.

بناپردی، د اسلامی هیوادونو او هغه هیوادونو چی د خارجی سیاستونو سره په یو ډول مخالف دی، د اخبار او تحولاتو سره د بی بی سی شبکه جاری برخورد، ابدآ د تعجب وړ نه دی او ددی شبکه هڅه د اسلامی مذاهبو ترمنځ اختلاف رامنځته کولو کی نوۍ څه نه دی .

نو د همدی لپاره د بی بی سی په شان شبکه به خپل کار وکړی او په دی منافقانه هڅه کی د هیح مسلمان هیواد او دولت څخه به اجازه وانه اخلی او دا د افغان دولتمردانو او سرانو او زموږ دنده دی چی دداسی مغرض او تفرقه منځته راوړونکی خارجی رسنۍ په وړاندی سخت ودریږو او د هیواد رسنیزی مقرراتو او قانون به اساس د هغوی سره چلند وکړو.
https://avapress.com/vdcjaxevhuqexhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته