د افغانستان په ختیځ کې د داعش وسله والو پر ضد د عملیاتو په ترڅ کې افغان او امریکایي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د صدای افغان خبری آژانس، په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونه وایي، پیښه د افغانستان په ختیځ سیمو کې رامنځته شوې ده خو د پیښې اصلي ځای تر اوسه نه دې په ډاګه کړی.
د امریکایي ځواکونو له خوا به خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د نښتې په ترڅ کې ټپي شوی یو تن امریکایي سرتیری د سخت ټپونو له امله ساه ورکړی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې نور ټپي شوي امریکایي او افغان ځواکونو د درملنې لپاره روغتون ته لیږدول شوي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونه او افغان پوځیان په ختیځ ننګرهار او کونړ ولایتونو کې د داعش ضد په عملیاتو بوخت دي.
دواړه ولایتونه د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.