دخپریدو نیټه :دوشنبه ۴ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۱۲
د مطلب کود : 118176
بلخي: اروپايي ټولنې د افغان کډوالو د ایستلو په اړه پلان له موږ سره نه دی شریک کړی
د راستېدونکو کډوالو د چارو وزیر وايي چې د اروپايي ټولنې غړو د افغان کډوالو د اېستلو په اړه پلان د افغانستان له حکومت سره نه دی شریک کړی.

رویټرز خبري آژانس د اروپايي ټولنې د څو غړو د پرونۍ غونډې د پرېکړه لیک د مسودې هغه برخه خپره کړې ده چې له اروپا څخه خپلو هېوادونو ته د افغان کډوالو د بېرته ستنولو د بهیر د چټکېدو سپارښتنه کوي.

د افغانستان د راستنېدونکو کډوالو د چارو وزیر سیدحسین عالمي بلخي له آزادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې افغان حکومت ته په دې اړه هېڅ راز معلومات نه دي ورکړل شوي:

((د دې پرېکړې په اړه چې ګنې اروپايي ټولنه افغان کډوال باسي؛ د افغانستان له دولت سره هېڅ راز خبرې نه دي شوي. ما تراوسه په دې اړه له هغو څخه هېڅ نه دي اورېدلي او هغه یوه پرېکړه چې په برخه کې شوې ده د افغانستان له دولت سره نه ده شریکه شوې.))

د رویټرز آژانس راپور زیاتوي چې جرمني له اروپايي کمیسیون څخه خپل هېواد ته د هغو افغانانو د ستنولو غوښتنه هم کړې ده چې د پناه غوښتنې خواست یې رد شوی دی.

دا هغه کډوال دي چې د سیاسي پناه غوښتونکو په توګه په اروپا کې د پاتې کېدو لپاره لازم دلایل نه شي وړاندې کولای. د راستنېدونکو کډوالو د چارو وزیر وايي؛ ده د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو له چارواکو سره په کتنو کې هغو ته ویلي دي چې افغان کډوال دې ومني ځکه دا خلک د بې امنیتي له کبله له هېواده وځي:

((موږ له دوی څخه تل غوښتي دي چې د افغانستان کډوالو ته دې د اقتصادي کډوالو په سترګه نه ګوري. سږکال د افغانستان د ناامنۍ ستونزې خورا زیاتې وې. موږ له دوی څخه غوښتي څو دې خلکو ته د داسې کسانو په سترګه وګوري چې د ناامنۍ له کبله یې اروپايي هېوادونو ته پناه وروړې ده.))

د بالکان او ختیځې اروپا د پرونۍ سرمشریزې د پرېکړه لیک په مسوده کې چې یوه کاپي یې رویټرز خبري آژانس هم ترلاس کړې؛ پر افغانانو سربېره د پاکستان او بنګلدېش د کډوالو یادونه هم شوې چې باید خپلو هېوادونو ته ستانه کړای شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdcjaoevmuqevvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته