دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۳۱
د مطلب کود : 138679
د طالبانو له خوا والی د ارزګان په ولایت کی ووژل سو
د ملی دفاع وزارت اعلان کړ: ۲۱ تروریستان د طالبانو د نامنهاد والی په شتون د ارزګان په ولایت کی او د طالبانو یو محلی قوماندان وژل سوی، ۲۳ تنه ټپی او یو تن بل هم نیول سوی دی.
د افغان غږ خبری آژانس د خبرګزاری له مخی، د هیواد امنیتی او دفاعی ځواکونو مشترک عملیات کی چی د توپچی او هوائی قوتونو په ملاتړ سره د ننګرهار، کاپیسا، پکتیا، غزنی، لوګر، خوست، بامیان، ارزګان، زابل، بغلان او هلمند مربوطه ساحو کی په لاره اچول سوی وو د شاه منصور او سردان ساحاتو کی د ترینکوټ په ښار او ارزګان ولاتی کی د طالبانو نوم نامه والی د شیخ حمزه په نامه هلاکت ته ورسید.
ددی عملیاتو په ترڅ کی چی د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالی مربوطه ساحو کی ترسره سو ۴ تروریست طالب وژل سوی او ۳ تنه نور هم ټپی سوی دی.
د واغظ او آب بند ولسوالیو غزنی ولایت مربوطه ولسوالیو کی ۴ تنه د دند غوری ولسوالی بغلان ولایت کی هم ۴ تنه تروریستان د منځه وړل سوی دی او مجموعا ۷ تنه نور هم ټپی سوی دی.
همدارنګه د ملی اردو ځواکونو د تصفیوی عملیات په نتیجه کی چی د ننګرهار ولایت د ده بالا او کوت ولسوالیو کی ترسره سو ۲ تنه وژل سوی او ۵ تنه نور هم ټپی سوی دی.
ددی خبرنامی په اساس، د پکتیا ولایت د زیړوک ولسوالی مربوطاتو کی ۲ تنه طالب جنګیدونکی وژل سوی او ۲ تنه نور هم ټپی سوی دی.
په بل بیل عملیات کی هم چی د چرخ په ولسوالیو د لوګر په ولایت کی او صبری خوست ولایت کی ۲ تنه شورشی هلاک یو تن ټپی او یو تن ماین ایښوونکی هم نیول سوی دی خو د کهمرد ولسوالی بامیان ولایت مربوطه ساحو کی یو تن د طالبانو محلی قوماندانانو څخه د حاجی عبدالله په نامه وژل سوی او ۲ تنه نور شورشیان هم ټپی سوی دی.
همدارنګه د ګرمسیر او سنګین هلمند ولایت ولسوالیو کی یو تن دهشت افګن له منځه وړل سوی دی او ۳ تنه نور هم ټپی سوی دی.
https://avapress.com/vdcjaoevhuqetmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته