دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۳۳
د مطلب کود : 126276
په خوست کې ځان وژونکی حملې افغان پولیسو ته مرګ ژوبله واړوله
د طالبانو ویندوی ذبیح ا... مجاهد وویل طالبانو نن سهار د افغانستان د خوست ولایت د علی شیرو ولسوالۍ په بټۍ سیمه کې په افغان پولیسو ځان وژونکی حمله وشوه چی له امله یې درې افغان پولیس مړه او ۴ هم ژوبل شول .

مجاهد همداراز له پکتیا ولایته هم خبر راکوی او زیاتوی چی بیګا د پټان ولسوالۍ په ناوی کلی کې د افغان امنیتی ځواکونو حمله شنډه شوه او په نتیجه کې یې دوه اربکیان مړه او ۴ ژوبل شول . ده وویل چی په دغه پیښه دوه طالبان هم ژوبل شوی دی

د طالبانو یوه بل ویندوی قاری یوسف احمدی هم  ویلی دی چی نن سهار د هلمند ولایت له لشکر ګاه سره اړونده په بولان سیمه کې د پولیسو په یوې اکیډمۍ د موټر بم چاودنه شوی ده چی له امله یې زیات شمیر پولیس مړه او ژوبل شوی دی .
ده همداراز د هلمند ولایت له سنګین ولسوالۍ هم خبر راکړ او ادعا یې وکړه چی د دنوموړی ولسوالۍ په اړونده پوستو په حملو کې ۴۸ امنیتی عسکر مړه او ژوبل شوی دی

افغان او خپلواکه سرچینو تراوسه د طالبانو د دغو خبرونو په هکله کوم غبرګون ندې ښودلی.

 
https://avapress.com/vdcjamevmuqe88z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته