دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۱۴
د مطلب کود : 39587
هلمند: په وسله واله نښته کې درې طالب او اته تنه پولیس وژل شوي دي
یوه ځانمرګې د دې ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ په دروازه کې د موټر بم چاودنه وکړه او دوه نورو یې هڅه کوله، چې امنیه قوماندانۍ ته دننه شي.
د هلمند سیمه چارواکي وایي، چې د وسله والو مخالفینو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په نښته او بمې چاودنه کې اته پوليس او درې حمله کوونکې وژل شوی.

د هلمند د والي وياند داود احمدي خبریالانو ته ویلي، دغه نښته او چاودنې نن له غرمې مخکې د موسی کلا په ولسوالۍ کې هله وشوې، چې یوه ځانمرګې د دې ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ په دروازه کې د موټر بم چاودنه وکړه او دوه نورو یې هڅه کوله، چې امنیه قوماندانۍ ته دننه شي.

په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وایي، چې په دې چاودنه کې د موسی کلا امنیه قوماندان سخت ټپي شوی دی.

طالبانو د دې برید مسوولیت اخیستې او ادعا یې کړې، چې لاهم جګړه روانه ده.

خو چارواکو یې ادعا رد کړې او وایي، چې جګړه پای ته رسیدلې
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjaiet.uqehoz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته