دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۰۰
د مطلب کود : 142179
داعش ډلې د کابل د ځانمرګي برید پړه ومنله

یاد ډلې ادعا کوي چې په دغه برید کې ۸ تنه امریکایي سرتیري وژل شوي.

د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، خو په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونه وایي، په دغه برید کې یواځې درې سرتیري ټپیان شوي او د هغوي روغتیایي حالت ښه دي.

د کورنیو چارو وزارت وایي، په دغه برید کې لږ تر لږه ۸ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي.

پیښه نن سهار د کابل د نهمې امنیتي حوزې اړوند په مکروریان سیمه کې رامنځته شوه.

امنیتي چارواکي وایي، یوه ځانمرګي برید د بهرنیو ځواکونو قطار هغه مهال په نښه کړه کله چې دوي د تیریدو په حال کې وه.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نجیب دانش مخکې ویلي وو چې په دغه برید کې د بهرنیو ځواکونو موټرونه ویجاړ شوي خو دوی ته تلفات نه‌دي رسېدلي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcja8evhuqexvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته