دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۳ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۲۹
د مطلب کود : 150927
ارګ: د ۳۰۰ میلیون افغانیو په ارزښت ۶ نوې قراردادونه منظور شول

د ولسمشر محمد اشرف غني په مشری د ملي تدارکاتو کمیسیون په وروستي غونډه کې شپږ قراردادونه چې په مجموعي توګه درې سوه میلیون افغان ارزښت لري، منظور شوي دي.

ارګ ماڼی په یوه بیان کې لیکلي، چې په منظور شوي قراردادونو کې د کابل-پروان عمومي لویې لارې څخه د ښوونکو تر ښارګوټي پورې د ۳ کیلومتره سړک د جوړولو قراداد، دپکتیا ولایت په لېرو پرتو سیمو کې د مور او ماشوم د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو قرارداد، د عامې روغتیاورازت د صحي تاسیساتو د اړتیا وړ تنظیفاتو ۴۷ قلمه موادو قرارداد شامل دي.

نورې قراردادونه چې په دغه غونډه کې منظور شول په کې د «بره‎کي، قلعه زمان خان اوبګراميو نساجي سړک » پروژو لپاره د ماشینري وسایطو د کرایه کولو قرارداد، د غیر البسوي مصرفي عینیاتو د درې قلمه قرارداد ورکړه، د دوه قلمه مخابراتي وسایلو د قرارد شامل دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه غونډه کې د یادو شویو پیشنهادي قرادادونو پر تایيد سربېره، د کورنیو چارو وزارت اړوند قرادادونو د ځینو تعدیلاتو په اړه هم لازم تصمیمونه ونیول شول.

د ارګ ماڼی په وینا د ملي تدارکاتو ادارې پر مسوولینو سربېره د ملي شورا د مالي او بودجې کمېسیون،ملي او بین المللي څارونکو، د ولسي جرګې د اقتصادي کمېسیون، فساد سره د مبارزې پارلماني ګروپ (کاکس)، سیګار، د غوڅ ملاتړ سیستیکا، د افغانستان د شفافیت څار بنسټ او اداري فساد پر ضد د مبارزې شبکې ځینې څارونکو هم په دغه غونډه کې ګډون کړي وو.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcj8yevauqeihz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته