دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ جدی ۱۳۹۲ ساعت ۱۲:۵۷
د مطلب کود : 82002
حامد کرزی باید له امریکا سره تړون ژر لاسلیک کړي
د جرمني د دفاع نوې وزیره وايي چې؛ افغان ولسمشر حامد کرزی له امریکا سره امنیتي تړون باید لاسلیک کړي.
اورسلا وون دېر لي یین Ursula von der Leyen له مزارشریف څخه د کتنې پر مهال همدا راز وویل، دا لېواله ده چې جرمني، هغه څه چې په افغانستان کې پیل کړي پای ته ورسوي.
نوموړې دا څرګندونې کې د مزارشریف ښار د مارمُل په پوځي اډه کې دېره جرمني ځواکونو ته په وینا کې وکړی.
د جرمني دفاع وزیرې په مزارشریف کې جرمني سرتېرو ته د وینا پر مهال له افغان ولسمشرحامد کرزي څخه غوښتنه وکړه چې؛ د کابل او واشنګټن ترمنځ لانجمن امنیتي تړون لاسلیک کړي.
اورسولا وون دېر لي یین چې؛ یوه اونۍ مخکې د جرمني د دفاع د نوې وزیرې په توګه وټاکل شوه پرون ناڅاپه د یوه دوه ورځني سفر لپاره مزارشریف ته ولاړه څو له جرمني سرتېرو سره چې د ناټو په چوکاټ کې په افغانستان کې خدمت کوي وګوري.
وون دېر لي یين وویل، دا ډېره مهمه ده چې د دواړو خواوو ترمینځ یو قانوني چوکاټ رامینځ ته شي او ځکه دا هیله لري چې ولسمشر کرزی به دا تړون سمدستي لاسلیک کړي.
دې زیاته کړه چې د ناټو ماموریت د پای ته رسېدو په حال کې دی خو په افغانستان کې زیات څه ترلاسه شوي او دوی غواړي چې دا لاسته راوړنې وساتل شي.
نوموړې زیاته کړه، دا لېواله ده جرمني هغه څه چې په افغانستان کې یې پیل کړي دي پای ته ورسوي.
جرمني اوس مهال په افغانستان کې نژدې درې زره پوځیان لري.
په پام کې ده د ۲۰۱۴ کال په پای کې د جرمني ځواکونو په ګډون ټول نړیوال پوځیان له افغانستانه ووځي خو برلین چمتووالی ښودلې چې څو سوه سرتېري یې د امریکايي ځواکونو ترڅنګ په افغانستان کې د القاعده شبکې او تروریستانو پرضد جګړې ته دوام ورکړي.
د کابل او واشنګټن ترمینځ د دوه اړخیزو امنیتي همکاریو تړون چې د لاسلیک پرسر یې په دې وروستیو کې د دواړو حکومتونو ترمینځ سخته لانجه رامینځ ته شوې له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو حضور قانوني کوي.
په دې ترڅ کې ناټو هم په دې وروستیو کې هیله ښودلې چې له افغانستان سره د امنیتي، دفاعي همکاریو یو تړون لاسلیک کړي.
دا موضوع پرون د ولسمشرحامدکرزي په ګډون د امنیت شورا په غونډه کې هم یاده شوه او په اړه یې بحث وشو.
د جمهوري ریاست د بیان له مخې په دې غونډه کې د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفرسپنتا په افغانستان کې له 2014 کال وروسته د نړیوالو ځواکونو د حضور د دوام لپاره د خبرواترو د پیل په برخه کې د ناټو د وړاندیز په اړه هم معلومات ورکړل.
ښاغلي سپنتا وویل په پښتو او دري ژبو د ناټو د وړاندیز د ژباړې کار اوس مهال پیل شوی او دا سند تر غور او څېړنې لاندې دی.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcj8yeo.uqe8yz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته