دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ جدی ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۳۵
د مطلب کود : 104720
د عملیاتو په ترڅ کې ۴ وسله وال طالبان له ګڼ شمېر مهماتو سره یو ځای ونیول شول

د میدان وردګو ولایت امنیتي مؤظفینو تېره شپه په چک او سیداباد ولسوالیو کې د بېلابېلو عملیاتو به ترڅ کې درې ماین خښوونکې او یو بل وسله وال طالب له ګڼ شمېر مهماتو سره یو ځای ژوندي ونیول.
د چک ولسوالۍ په علیشه دره سیمه کې امنیتي مؤظفینو تېره شپه عملیات ترسره کړل،چې په ترڅ کې د ګل بهرام په نوم یو وسله وال طالب ژوندی ونیول شوو .
د دغه عملیاتو په ترڅ کې،چې د ګډو کورنیو ځواکونو له لورې ترسره شول،امنیتي ځواکونو ۶ عرادې موترسایکلونه،۳۰ فیره د هاوان مرمۍ،۲کیلو چاودیدونکې توکې،دوه حلقې بوشکه یې ماینونه،دوه فیره د ۸۲ ملي متري توب مرمۍ او یو شمېر نور مهمات او توکې شامل وو، د امنیتي ځواکونو له لورې ونیول شول.
همدا راز امنیتي ځواکونو د سیداباد ولسوالۍ،شیخ اباد سیمې په عزیراله سیمه کې هم ګډو کوزنیو ځواکونو عملیات ترسره کړل،چې په ترڅ کې درې ماین جوړونکې د یوه حلقه بوشکه یې ماین،چې غوښتل یې د تخریبي اعمالو په موخه یې ځای پر ځای کړي،ونیول شول .
به ترسره شویو عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی .

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcj8xevyuqeyaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته