دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۹:۲۶
د مطلب کود : 97952
نور: د دوهم دور انتخاباتو څه باندې ۸۶ سلنه رایې تفتیش او بیا شمیرل شوي
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، د جمهوري ریاست د دوهم دور انتخاباتو څه باندې شپږ اتیا سلنه رایې تفتیش او بیا شمیرل شوي دي.
د دغه کمیسیون ویاند نورمحمد نور نن په کابل کي په یوه خبري کنفرانس کې وویل؛ د درو زرو اوه سوواوه اویا صندوقونو د رایو شمیرنه لا پاتې ده.
ښاغلي نور وویل، تراوسه له شپږ زرو ځانګرو صندوقونو څخه یې درې زره تفتیش شوي دي:
"د ټولو ځانګړو محلونو شمېر چې تر اوسه تفتیش شوي؛ درې زره او نهه څلویښت محلونو ته رسیږي او د تفتیش پروسه چې د پرون ورځې له پیل څخه د پرون تر ماښامه پورې یې دوام درلود د محلونو شمېر یې نولس زره اوه سوه یو پنځوس ته رسیږی."
ښاغلي نور زیاته کړه، ټاکل شوې سبا هم د رایو د ابطال علني غونډه جوړه شي او د یو شمیر محلونو د رایو په اړه به هم پریکړه وشي.
https://avapress.com/vdcj8heh.uqeaiz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته