دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۰۵:۴۳
د مطلب کود : 151213
په افغانستان کی د غرب ۱۶ کاله ناکامه حضور

۲۰۱۱ میلادی کال اکتوبر ۱۱، په افغانستان کی د آمریکا او اروپایی متحدانو د ۱۶ کاله حضور شروع کیدو ورځ دی. په همدا سی ورځ کی امریکایی مسلح ځواکونه او ناتو د القاعده رهبر د تعقیب او نیولو په ادعا او همدارنګه د افغانستان امنیت ساتلو لپاره افغانستان ته وارد سو.

د ډیرو پوهانو په باور، امریکایان او هغوی متحدان د یو بهانی پیدا کولو په لټه کی وو ترڅو په افغانستان کی د هغوی حضور آسانه کړی؛ نو باید داسی طرحه یی جوړ کړی وای چی عمومی افکار په شدت سره تر اغیز لاندی راوړی وای او په افغانستان کی د هغوی اوږد مدته حضور لازمی او حتمی شکاره کړه وای.

په دی تګلاری سره، لاس په کار سو او د ځینو پوهانو په باور امریکا خپل لوی او استراتژیک مقاصدو ته رسیدو لپاره، خپل خلګو لږ مقدار دارایی قربانی کړل او او په نیویارک کی دوه ګونۍ برجونو باندی برید سناریو جوړولو سره او هغه نسبت ورکول و القاعده موهوم ډلی باندی، وتوانیدل چی خپل او خپل اروپایی شرکاوو پښه په سیمه کی خلاصه کړی او خپل دایمی حضور په افغانستان کی وساتی.

اوس ددی حضور څخه ۱۶ کاله تیریږی؛ بیله دی چی ډیر لږ ګټه هم افغانستان دولت او ملت ته درلودلی وی. که وغواړو یو کوچنۍ مقایسه د آمریکا حضور نه مخکی افغانستان او افغانستان د آمریکا حضور سره وڅیړو، وبه وینو چی ددی حضور زیانونه ډیر مخرب د ګټو څخه ددی هیواد خلګو او دولت لپاره دی.

د مثال په توګه، د دولتمردانو ډیر لږ شمیر چی ناپوه ډول ددی حضور باندی زړه تړلی دی، د خپل استدلال لپاره چی آمریکایان باید په افغانستان کی حضور ولری، ډیر درو انتخابونو ته توجه لری. لمړۍ نظامی ګزینه یا خبره ده او هغه داچی د افغانستان نظام او ځواک یی تجهیز او پیاوړۍ کړی دی؛ ترهغه ځایه چی نن افغانستان یو منظم او پیاوړۍ منظم اردو درلودونکی دی چی لااقل دری سوه زره نظامیان یی په ځان کی ځای کړی دی؛ هغه څه چی ددی هیواد په تاریخ کی ورته سارۍ نه سو پیدا کولای.

ددی ډلی په نظر، د همدی نظامی مجهز او شمیر ډیروالی ددی لامل ګرځی چی سیمه ایز هیوادونه بالخصوص د افغانستان ګاونډیان مجبوره کړی ترڅو د افغانستان دولت سره په احتیاط چلند وکړی او په ښه تعبیر سره هغه هم حساب کړی.

بل خبره یی اقتصادی خبره ده. یاد ډله وایی چی د آمریکا او ناتو مرستی د افغانستان اقتصاد انکشاف او رشد لامل ګرځیدلی دی؛ په داسی توګه چی د افغانستان د پیسو ارزښت په سیمه ایزو هیوادونو کی کی پورته کړی دی. همدارنګه دا مرستی د ښارونو او کلیو انکشاف لامل هم ګرځیدلی دی او په افغانستان کی ډیر سړکونه او جادی د آمریکا او غربی متحدانو بلاعوض مرستو سره پخته کاری او قیر ریزی سوی دی.

په هیواد کی ډیر مکتبونه جوړ سوی دی، روغتونونه او اداری مرکزونه او نور خدمات چی شتون یی نه سو ردولای.

او په آخر کی د رسنیو او اړیکو په برخه کی پرمختګ چی افغانستان د سیمی او ګاونډی هیوادونو په منځ کی، توجه لاندی راوړی دی او هم د نړیوال ټولنی بالخصوص آمریکا لوی مرستو سره، میسور او ممکن وو او دی.

خو آیا په حقیقت کی قضیه همداسی دی چی د غرب بلوک حضور خوشبینان په افغانستان کی مطرح کوی؟.

دا پوښتنه کولای سو په لاندنۍ توضیحاتو باندی ځواب کړو.خو د افغانستان نظارم اردو پیاوړۍ کیدل او تجهیز مخکی ددی څخه چی یو حقیقت وی، یو خوږ او لاس ته نه راغلی خوب سره شباهت لری.

د ډیرو نظامی کارپوهانو په باور، افغانستان اردو که څه هم شمیر یی ډیر دی؛ خو د تجهیزاتو او ادوات د اړتیا له مخی یو ډیر ضعیف او سل په سله فقیر اردو یا ځواک دی؛ ځکه چی دا ځواک د دفاعی او حربی ادواتو له نظره، ترټولو لږه اعتبار لری او افغان نظامیانو لاس کی سلاحوی، ډیر زوړ او څوهم لاس سلاحوی دی چی یواځی محتاج او ضعیف هیواد لکه افغانستان یی په اختیار کی لری او د هغه څخه د دشمنانو په وړاندی دفاع لپاره ګټه اخلی.

ددی کارپوهانو په باور، په افغانستان کی د آمریکایانو او غربی متحدانو ۱۶ کالو حضور وروستهه، تراوسه دا هیواد او نظام یی د یو هوایی مسلح او مجرب ځواک نه شتون څخه رنج وړی او څو جنګی الوتکی چی امریکا په برخه کی مرسته کړی دی، یا د وخته تیر یا هم خراب دی او هم په افغانستان کی د جنګی جغرافیایی لپاره مناسب نه دی.

او په آخر کی د رسنیو او اړیکو په اړه هم ووایو چی دا یو ملی او خلګو پرمختګ دی او خپله افغانانو سرمایه ګذاریو او هڅو او کار له امله پیاوړی سوی دی او په دوهم برخه کی هغه رسنۍ چی د امریکایانو او اروپایانو په مرسته باندی په پښو دریدلی دی، بیله دی چی مطلوبی کمیت څخه برخمن وی، خو ارزښی او انسانی برنامی څخه په حقیقت کی نامطلوب دی او د غیری اسلامی او غربی کلتور اشاعه او مروج کوونکی دی او له دی برخی څخه د خلګو ملی او دینی کلتور سره هیڅ تناسب او خبره نه لری.

نو د لوړ بحث په اساس په افغانستان کی د غربی ځواکونو حضور په دی ۱۶ کالو کی د ګټو څخه زیان ډیر درلود او دملت او دولت لپاره هیڅ ګټه نه درلود او نه هم په راتلونکی کی به ولری.

https://avapress.com/vdcizzazpt1awr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته