دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۳ ساعت ۱۷:۴۱
د مطلب کود : 95791
د افغانستان د نورم او ستندرد ملي ادارې په ای ایس او کې اصلي غړیتوب ترلاسه کړ
د افغانستان د نورم او ستندرد ملي ادارې د ملګرو ملتونو د ستندرد په نړېوال سازمان یا ای ایس او کې اصلي غړیتوب ترلاسه کړ.
د دغه ادارې تخنیکې مرسیتال مجیب الرحمان خطیرنن په کابل کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل، چې د ستندرد د نړېوال سازمان غړیتوب به د ستندرد جوړونې په برخه کې موجوده ستونزې هوارې کړي:
 ″د سټنډرډ ملي ادارې د ملګرو ملتونو د اصلي سازمان اسټنډرډ یا ای ايس او غړیتوب تر لاسه کړ، د اصلي غړیتوب په ترلاسه کولو سره موږ د سټنډرډ سازي په ټولو فعالیتونو کې فعال سهم لرلای شو.″
 دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د نورم او ستندرد ادارې په کارونو انتقادونه کېږي او ویل کېږي، چې د دوی له فعالیتونو سره سره اوس هم افغانستان ته بې کېفیته خوراکې او غیر خوراکې مواد واردیږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcizya3.t1aw326kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته