دخپریدو نیټه :شنبه ۹ جوزا ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۴۷
د مطلب کود : 112315
هند، چین او روسیه په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د هڅو ملاتړ کوي
د هند، چین او روسیې چارواکو په خپله وروستۍ کتنه کې ویلي چې د افغانستان وضعیت په مستقیم ډول د سیمې له امنیت او ثبات سره تړلی دی او ځکه درې واړه هېوادونو موافقه کړې چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د هڅو ملاتړ به کوي.
د هند چاپ ایکونومیک ټایمز ورځپاڼه د چین د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې هوا چون یینګ Hua Chunying له قوله راپور ورکوي چې وايي؛ د هند، چین او روسيې جګپوړو چارواکو په نوې ډېلي کې د افغانستان د روان وضعیت په اړه د بحث لپاره له دوهمې غونډې وروسته ویلي چې د افغانستان د اقتصادي بیارغونې ملاتړ کوي.
دې چارواکو چې په راپور کې یې دندې او نومونه نه دي یاد شوي؛ همداراز ویلي چې پېکېنګ، نوې ډېلي او مسکو لېوالتیا لري چې په دې برخه کې رغنده رول ولوبوي.
د افغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز رییس غفور لېوال وايي؛ د سیمې وروستیو تحولاتو ته په پام سره روسیه چې منځنۍ آسیا د خپل نفوذ قلمرو بولي او همداراز چین د خطر احساس کوي؛ نو ځکه دا امکان چې له هند سره په ګډه په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره هڅې جدي کړي زیات دی.
ښاغلی لېوال وايي، افغانستان په دې لوبه کې د پام وړ موقعیت لري:
((افغانستان د منځنۍ آسیا او منځني ختیځ ترمینځ له یوې خوا او د منځنۍ آسیا او جنوبي آسیا ترمینځ له بلې خوا واقع ګودر بلل کېږي. که دا درې هېوادونه سره نژدې شي او په تېره بیا که د هند او چین ترمینځ د نظر او ګټو توافق رامینځ ته شي؛ زه هیله لرم چې دا درې هېوادیزه محور بالاخره وکړای شي چې له لویدیځ سره یوه توافق ته ورسېږي چې د افغانستان سوله د ټولو لوریو په ګټه ده.))
د چین د بهرنیوچارو وزارت ویانده وايي؛ درېیو واړو هېوادو موافقه کړې چې د افغانستان د سولې په اړه خبرو او تماسونو ته به دوام ورکوي او د شانګهای د همکارۍ سازمان او د اسټانبول پروسې ته به په دې برخه کې مهمه ونډه ورکوي.
روسي رسنیو راپور ورکړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین ولسمشر اشرف غني ته بلنه ورکړې چې د شانګهای د همکارۍ د سازمان په راتلونکې غونډه کې چې په جولای میاشت کې د روسیې په اوفا Ufa ښار کې جوړېږي ګډون وکړي.
هند، چین او روسیه په داسې حال کې په یوه غږ په افغانستان کې د سولې د ټینګښت پر اړتیا ټینګار کوي چې له وسله والو طالبانو سره د سولې په خبرو کې د نویو پرمختیاوو خبرونه ورکړل شوي.
د سولې عالي شورا پرون وویل چې په راتلونکو څو ورځو کې به د افغان حکومت او طالبانو استازي یوځل بیا په یوه دوهم هېواد کې غیررسمي خبرې وکړي.
د وروستیو راپورونو له مخې چین څو ورځې مخکې د افغانستان؛ پاکستان او طالبانو د استازو ترمینځ د غونډې کوربه و. ترکمنستان هم پرون په خپله خاوره کې د ملګروملتو تر څارنې لاندې د افغانانو ترمینځ د خبرو کوربه توب ته چمتووالی څرګند کړ.
د ترکمنستان ولسمشر قربان ګلي بیردي محمدوف ویل چې هېواد یې د افغانستان د مسالې د حل په مقصد د یو نوي سیاسي او ډیپلوماټیک میکانیزم په جوړولو کې فعالې ونډې اخیستو ته تیار دی.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcizrazwt1azp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته