دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۵۴
د مطلب کود : 136715
په هلمند کې هېڅ ډول پوځي عمليات نه دي پیل شوي
د هلمند د ولایتی شورا رییس وایي تر اوسه د لشکرګاه په لومړ‎ۍ، دوهمه او درېيمه امنيتي حوزه کې جګړه روانه ده او دولت هېڅ ډول عمليات نه دي کړي. هغه وايي د دولتي ځواکونو ټول پلانونه د کاغذ پر مخ دي او په عمل کې کوم څه نه دي شوي.
د افغان غږ خبری آژانس آژانس د خبر له مخی : په ورته وخت کې د دې ولايت عملیاتي مسؤل وايي ډېر ژر به ژمني عمليات پيل او له طالبانو به ټولي سيمي بېرته ونیسي. په هلمند کې له تېرو دوه کلونو جګړې زور اخيستى دى چې دغه جګړه ورو ورو د ښار امنيتي حوزو ته رسېدلې ده خو تر اوسه يې د مخنيوي له پاره پوځي عملياتو نتيجه نه ده ورکړې.

د هلمند د ولايتي شورا رييس وايي چې دولت اوس يوه مياشت وخت لري چې په دې ژمي کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې عمليات وکړي کنه د پسرلي په موسم کې به د دې جګړې ګټل ناشونى کار وي.

د هلمند د ولايتي شورا رييس کريم اتل زياتوي: ” هره اونۍ دولتي ځواکونه د ډېر ژر عملياتو د پيل خبره کوي خو تر اوسه لا هم په عمل کې څه نه تر سترګو کېږي او وسله وال طالبان د ښار په لومړۍ، دوهمه او درېيمه امنيتي حوزو کې سنګرونه لري.”

په ورته وخت کې په هلمند کې د امنیتي ځواکونو عملیاتي مسؤل عبدالجبار قهرمان وايي چې د عملياتو پلان يې نهايي شوى او ډېر ژر به د کاغذ له مخې د عمل په ډګر کي د طالبانو د ځپلو او سيمو د نيولو پراخ ژمني پوځي عمليات پيل کړي.

د لشکرګاه اوسېدونکی وايي هره شپه په ښار کي د درنو ډزو او وسلو غږونه اورېدل کېږي او خلک په وېره کې ژوند کوي.
https://avapress.com/vdcizqazwt1apy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته