دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۹ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۴۲
د مطلب کود : 146110
هرات کې د ۱۵ میليونو ډالرو په ارزښت کېمياوي مواد نيول شوي

افغان امنيتي ځواکونو په هرات ولايت کې د پنځلسو میليونو امريکايي ډالرو په ارزښت کېمياوي مواد نيولي دي.

د هرات د والي وياند جيلاني فرهادته وويل، د هرات پوليسو ټنه کېمياوي مواد چې نيولي چې زر ډبې يې د استيتيک اينهايډرايډ په نوم کېمياوي مايع د دې ولايت د پنځمې ناحيې په مربوطاتو کې ونيول.

ښاغلی فرهاد زياتوي چې دا مواد په يوه کانټينر کې ځای پر ځای شوي او جنوبي ولايتونو ته وړل کېدل چې د هرات ولايت امنيې قوماندانۍ د نشه يي موادو سره د مبارزې مديريت مسؤلينو ونيول او ورسره موټر چلوونکی هم د قاچاقو په تور نيول شوی دی.

دا کېمياوي موادو چې د هېروئينو په جوړولو کې کار ځینې اخېستل کېده، ۱۵ میليونه امريکايي ډالره ارزښت لري.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcizqazut1a5z2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته