دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۲۲:۲۷
د مطلب کود : 146912
کندهارکی وسلوالو ۷۰ مسافر له ځان سره بیولي او ۷ تنو وژلی دی
کندهار ولایت چارواکي ویلی، په دی ولایت کي وسله والو ۷۰ تنه ولسي وګړي برمته کړي، چې له ډلې یې ۷ تنه وژلي او ۲۰ نور یې خوشي کړي دي.


د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې، د کندهار ولایت امنیتي چارواکي وایی، چې د دولت وسله والو مخالفینو دغه کسان د تېرې چهارشنبې له ورځې د شاولي کوټ ولسوالۍ له ماڼو، چینار او ځینو نورو کلیو څخه ځايي اوسېدونکي بېولې دي.
د کندهار ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا درانی په دی اړه رسنیو ټه وویل، وسله والو له دغه خلکو غوښتي، چې د حکومت پر ضد اقدام وکړي، خو هغوی نه ده ورسره منلې.
له بلخوا د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د افغان له دولت څخه په ځانګړې توګه له امنیتي ځواکونو غواړي، ترڅو د دغې برمته نیونې عاملان په ګوته او د قانون منګولو ته یې وسپاري او د دغو کسانو د خلاصون لپاره له ټولو امکانانو څخه کار واخلي.
راپونه وایی، مخ ‎پوټو کسانو د کندهار- زابل په لویه لار ۷۰ تنه مسافر له ځان سره بیولي دي. د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویلی دی، چې دغه مسافر دوه ورځې وړاندې ددغو وسله‎والو له خوا تښتول شوي دي.
له بلخوا د کندهار ویاند ضيا درانی زیاته کړه، چې وسله والو مخالفینو له دغه سیمو ټولټال ۷۰تنه ولسي وګړي برمته کړي، چې ۷ یې ترې وژلي، ۲۰ یې خوشي کړي او پاتې لا هم ورسره برمته دي.
درانی زیاتوي، چې برمته شوي، ټول ولسي وګړي دي او له دولت سره یې هېڅ ډول اړیکه نه لري.
خو تر اوسه وسله والو مخالفینو په دی اړه رسنیو ټه څه نه دی ویلی.

https://avapress.com/vdcizqazrt1a532.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته